کور / راپور / ډاکټر عبدالله: د ټاکنو پايلي نه منم

ډاکټر عبدالله: د ټاکنو پايلي نه منم

د ثبات او همپالني ټاکنيز ټيم وايي، چي د ټاکنو لومړنۍ پايلي ځکه نه مني چي درې سوه زره رايي د تصفيې پرته شمېرل سوي دي.

ددغه ټيم مشر ډاکټر عبدالله نن وويل، چي په ټاکنو کي درغلي سوې او د خپل حق غوښتنه به کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو په لومړنيو پايلو کي مخکښ اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسون مشري حوا عالم نورستانۍ وويل: په لومړنيو پايلو کي اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رايي بشپړي کړي او په دې سره نومړی د پايلو مخکښ دی.

ټاکنو کمېسیون د نوموړي د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲ کیږي.

خو ډاکټر عبدالله وايي، چي لومړنۍ پايلي نه مني، ځکه چي ناپاکه رايي پکښې حساب سوي دي.

د ټاکنو کمېسون وايي، چي د ټولو رایو شمېر: یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ دی.