کور / #PTM / بنو کي عدالت د پي ټي ايم د ۳۰ کسانو مقدمې لغوه کړي دي

بنو کي عدالت د پي ټي ايم د ۳۰ کسانو مقدمې لغوه کړي دي

د بنو عدالت د پي ټي ايم د ۳۰ کسانو مقدمې لغوه کړې او هغوی يې بري کړل.

د بنو عدالت تېره ورځ د پي ټي ايم د هغه کسانو مقدمې لغوه کړې چي د تېر کال اکتوبر کي ددوی  پر  ضد درج سوي وې.

د بنو پولیسو تیر کال د اکتوبر په ۲۹مه د پښتون تحفظ موومنټ د مشرانو منظور پښتین، ډاکټر سیدعالم مسید، فضل ایډوکېټ، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، علي وزیر او محسن داوړ په شمول د شاوخوا دیرشو تنو پر ضد مقدمه درج کړې وه او دوی یې د ریاست او پوځ په ضد په جذباتي نارو تورن کړي وه.

د پی ټی ایم وکیل بخت نیاز وايي، د نیمګړو شواهدو په اساس تیره ورځ قاضي د دوی پر ضد جوړه سوې مقدمه خارجه کړه او دا یې د بشری حقونو پر ضد ګام وبلی.

خو د پي ټي ايم د فعال حنيف پښتين د ضمانت درخواست د عدالت لخوا مسترد سوی دی.