کور / اقتصادي / د ماليې وزارت: د افغانستان ملي عواید له ټاکل سوي هدفه ۲۰ میلیارده افغانۍ زیات سوي

د ماليې وزارت: د افغانستان ملي عواید له ټاکل سوي هدفه ۲۰ میلیارده افغانۍ زیات سوي

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي وايي، چي په ستونزمنو شرایطو کي مو وکولای سول، چي د هیواد مالي ثبات او اقتصادي وده وساتو.

نوموړی وايي،  د افغانستان ملي عواید له ټاکل سوي هدفه ۲۰ میلیارده افغانۍ زیات سوي او د تمویلوونکو په وړاندې د افغانستان اعتبار لوړ سوی

د مالیې وزارت سرپرست پروفیسر همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه د عوایدو راټولولو، پراختیایي بودیجې لګښت او د پیسو له نړیوال صندوق سره په بریالۍ توګه د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ارزونې په برخو کي د مالیې وزارت لاسته راوړنې د رسنیو په مرکز کي له رسنیو سره شریکي کړې.

د مالیې وزارت سرپرست، د اسانتیاوو تمدید پروګرام د بشپړېدو په اړه وویل:” له ژمنو سره سم، چي د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کي مو د افغانستان له خلکو سره کړې وې، ومو کولی سول څو د پیسو له نړیوال صندوق سره په تېرو اتلسو کلونو کي د لومړي ځل لپاره په شپږو پړاوونو کي د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ارزولو پروګرام په بریالۍ توګه بشپړ کړو. دغه ټول اصلاحات په ۲۴ سترو جوړښتونو او ۱۵ کمیتي ژمنو په چوکاټ کي چي له یوه کاله بل کال ته پورته تلل ترسره سوي دي او د افغانستان حکومت دغه مالي او اقتصادي اصلاحات، د روان کال لېندۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د اعتباري اسانتیاوو تمدید (EFC) پروګرام ترنامه لاندي، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اجرائیوي بورډ له لوري تائید سوي دي.”

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چي د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکټور اصلاح او مدیریت، په بانکي سکټور کي اصلاحات، ملي عوایدو راټولیدل، د لوی اقتصاد اغېزمن مدیریت، اقتصادي وده او له اداري فساد سره مبارزې په برخو کي د افغانستان حکومت ژمنې و ارزول سوې. نوموړي زیاته کړه:” حکومت وکولی سول، چي په ستونزمنو شرایطو کي د پام وړ شاخصونه  په بریالۍ توګه بشپړ کړي.”

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چي د افغانستان حکومت د ټاکنو او ورته ستونزمنو او کړکيچنو حالاتو کي وکولی سول عوایدې سرچینې په ښه توګه مدیریت کړي. هغه زیاته کړه: ” په ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې په سند کي د عوایدو راټولېدو هدف ۱۸۸ میلیارده افغانۍ وو، چي د لېندۍ میاشتې تر ۳۰ مې نېټې مو وکولی سول (۲۰۸) میلیارده افغانۍ عواید راټول کړو، چي دغه رقم په تېرو اتلسو کلونو کي تر ټولو زیات او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی ښیې.”

د مالیې وزارت سرپرست د پراختیایي بودیجې د لګښت په اړه وویل:” حکومت په ۱۳۹۸ کال کي وکولی سول له ۱۳۹ میلیارده افغانیو (۹۴ سلنه) زیاته پراختیایي بودیجه ولګوي، تېر کال حکومت په دې توانیدلی وو، چي ۱۲۷ میلیارده افغانۍ (۹۱) سلنه پراختیایي بودیجه ولګوي. سږ کال مو د پراختیایې بودیجې په برخه کي ۱۲ میلیارده افغانۍ زیاتې مصرف کړي دي. دا په داسي حال کي ده، چي له اوسني حکومت مخکنیو په ډېر مشکل  کولای سول خپله ۴۰ سلنه پراختیایي بودیجه مصرف کړي.

د یادونې وړده، چي د افغانستان حکومت وکولی سول، د ټاکنو په ستونزمن پړاو کي چي په څو ولایتو کي لاریونونه روان وو او دې ته ورته ستونزو سره سره خپل عواید راټول کړي او د لومړي ځل لپاره د حکومت په کچه خپله پراختیایي اختیاري بودیجه ۹۵.۴ سلنه ولګوي، چي د هیواد د مالي ثبات په لوري ستر ګام دی او پایداره مالي ودې ته د رسېدو لپاره هیلې را پیدا کوي.