کور / #PTM / پي ټي ايم د پښتنو د يووالي په موخه د جنورۍ پر ۱۲مه په بنو کي جلسه جوړوي

پي ټي ايم د پښتنو د يووالي په موخه د جنورۍ پر ۱۲مه په بنو کي جلسه جوړوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي د جنوري پر ۱۲ به په بنو کي يوه ستره جلسه جوړه کړي، چي د پښتنو مشران به پکي موجوده ستونزو باندي خبري وکړي.

ښاغلي پښتين ويلي، چي د پښتنو په خاوره کي د نوي جګړې د پيلېدو څرکونه ويني او دوی به هيڅکله ددې پر وړاندي غلي نه سي.

هغه وويل : “پښتنو ته لا اوس هم ډېرې مسلې دي، پر پوله د پښتنو سره بده رویه کيږي، نه خو راو انور ته سزا ورکړل سول او نه هم  طاهر داوړ ته انصاف ترلاسه سوی دی”.

ښاغلي پښتين زياته کړه “د بې درکه خلګو مسله پر خپل ځای پاته ده او د پښتنو پر خاوره اوس ښکاري چې د نوي جنګ تياري کېږي ، د خلکو پر ځمکو، سکولونو او کالجونو اوس هم قبضې رواني دي او پر دې مسلو دږغ  دپورته کولو لپاره پي ټي اېم  د جنورۍ پر ۱۲م په بنو کي جسله اعلانوي.

هغه وويل “په دې جلسه کې به د پښتنو په مسايلو خبره کيږي او د جلسې په اخره کې به د پښتنو د اتفاق او اتحاد دپاره يوه عملي تګلاره د قام په وړاندې اېښودل کیږي”.

منظور پښتين په پښتنو غږ وکړو چې د خپل وطن په مسلو د خبرې کولو دپاره د پي ټي اېم جلسې ته راسئ او د دغه غورځنګ ملاتړ وکړئ.