کور / راپور / ډاکټر عبدالله: د پاکو رايو پر اساس موږ د انتخاباتو ګټونکي يو

ډاکټر عبدالله: د پاکو رايو پر اساس موږ د انتخاباتو ګټونکي يو

د ثبات او همپالني ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله وايي، چي د خلګو د شفافو رايو پر اساس دوی ګټونکي دي.

نوموړي د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان وروسته چي اشرف غني پکي ګټونکی اعلان سو ويلي، چي د ټاکنو کمېسون د درغلي کونکو سره لاس يو کړی او د هغوی په ګټه يې پرېکړه کړې ده.

د ولسمشريزو ټاکنو دغه نوماند د ټاکنو کميسيون پر جعلکارۍ او د اشرف غني په پلوۍ تورن کړی دی او زياته کړې يې ده: «موږ په تمه و، چي کمیسيون به پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي، خو د کميسيون مشرانو تقلب کړی او زموږ د پوښتنو قانع کوونکی ځواب ئې نه دی راکړی.»

عبدالله وايي،چي دوی به د خپل حق غوښتنه کوي او د خلګو د پاکو رايو دفاع به کوي.

بل خوا د شکاياتو کمېسون وايي، چي سر له نن دوشنبې څخه د ټاکنيزو ټيمونو استازي کولای سي، چي خپل شکايتونه په ليکلي بڼه په دغه کمېسون کي ثبت کړي.

د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان له مخي اشرف غني د ۵۰.۶۴ فیصده رایو په ګټلو مخکښ او عبدالله عبدالله د ۳۹.۵۲ فیصدو رایو په گټلو په دوهم مقام کي راغلی دی.