کور / راپور / کندوز کي يو امريکايي سرتېري د جګړې پرمهال وژل سوی دی

کندوز کي يو امريکايي سرتېري د جګړې پرمهال وژل سوی دی

په افغانستان کي ميشت امريکايي ځواکونه وايي، چي تېره ورځ په دغه هيواد کي ددوی يو سرتېری د جګړې پر مهال وژل سوی دی.

د امريکايي ځواکونو له خوا په خپره سوې اعلاميه کي دا نه دي ويل سوي چي دغه سرتېري په کوم ځای کي وژل سوی دی.

خو طالبانو ویلي: “تېره شپه د کندوز په چاردرې ولسوالۍ په حاجي سفر بای سیمه کي یې پر هغو امریکايي عسکرو تکتیکي چاودنه کړې چي د چاپې لپاره ورغلي وو.”

طالبانو ویلي چي په چاودنه کي یې یو امریکايي عسکر وژلی او د “یوه بل امریکايي پوځي او د یوه افغان کمانډو د ټپي کېدو” ادعا یې هم کړې ده.