کور / راپور / لنډي کوتل کي ايف سي يو نفر په تشدد وژلی، د سيمي خلګ په احتجاج راوتلي

لنډي کوتل کي ايف سي يو نفر په تشدد وژلی، د سيمي خلګ په احتجاج راوتلي

نن د خيبر پښتونخوا په لنډي کوتل سيمه کي خلګو احتجاج کړی او د ايف سي  ځواکونو پرضد يې شعارونه ورکول.

احتجاج کونکي وايي، چي  ايف سي څو ورځي وړاندي  د خاطر خان په نوم د سيمي يو نفر په زندان کي په تشدد وژلی دی.

څو ورځي وړاندي په لنډي کوتل سيمه کي يوه چاودنه وسوه او ايف سي د سيمی ۲۰ کسان ونيول.

د خاطر د کلي يو تن اوسېدونکی زبير چي په احتجاج کي يې  ګډون کړی وايي، خاطر د اېف سي په ريمانډ کي پرون وژل سوی دی.

زبير وايي، دوی نن د سهار ۱۱ بجو څخه احتجاج پېل کړی او غوښتنه کوي چې خاطر په کوم جرم وژل سوی؟ دوی ته دې جواب ورکړل سي .

هغه وويل دوی دا غوښتنه هم کوي چې دوه ورځې وړاندې نيول سوي نور شل کسان چيري دي هغه هم وژل سوي دي که ژوندي دي، هغه دې خوشي کړل سي.