کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/شپږدېرشمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/شپږدېرشمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت
—————–
۱: معتاد، روږدی که نشه يي؟

(معتاد) عربي کلمه ده، خو په طبي اصطلاح د يو چا داسي اعتياد ته ويل کېږي چي په هغه باندي انسان په ذهني يا جسمي ډول عادت کېږي او د انسان ذهن او جسم ته زيان رسوي. اعتياد د لغوي مانا له مخي د انسان پر هر عادت دلالت کوي، په فيسبوک عادت کېدل، په مطالعه عادت کېدل، په ورزش عادت کېدل، په ډېر خوب عادت کېدل، په ډېر خوراک عادت کېدل، په زنا عادت کېدل، په قمار عادت کېدل، په ويډيويي ګېم عادت کېدل او داسي نور، خو له طبي پلوه معتاد يا (نشه يي) هغه چا ته ويل کېږي چي څوک يوازي په نشه يي موادو عادت وي لکه شراب، هيرويين، چرس، کوکايين، کرسټال، سګرېټ، نسوار او داسي نور. ځينو ميرزايانو د معتاد کلمه په (روږدي) ژباړلې چي ما ته سمه نه برېښي، ځکه چي هر اعتياد نه له نشه يي موادو سره اړه لري او نه هم دا عادت د نشې په ډول د انسان ذهن او جسم ته زيان رسوي، د بېلګې په ډول مطالعه هم اعتياد دی، زه ځيني خلک پېژنم چي په مطالعه معتاد سوي او مطالعه د دوی لپاره تر هر کار ښه تفريح او مصروفیت دی، آن دا چي په کومه شپه مطالعه و نه کړي، نو خوب نه ورځي.
په عربي ژبه کي که د اعتياد کلمه راغلې، نو دا کلمه په خپل ځان کي د نشې د حالت او نشه يي موادو مانا هم لري. په عربي ژبه کي د معتاد کلمه بشپړ مانا ښندي، خو (روږدی) هر ډول عادت ته وايي چي له طبي پلوه د نشه يي موادو د معتاد مانا نه ورکوي. د هر ډول نشه يي بوټي يا کېمياوي مادې نوم معلوم دی، هر څوک چي کومه نشه کوي نو په هغه نوم يادېږي، لکه شرابي، چرسي، هيروييني، سګرېټي، نسواري او داسي نور، البته ځيني نشه يي مواد نوي جوړ سوي چي تر اوسه پوري عامي سوي نه دي او ولس هم نوم نه دی ورته غوره کړی، خو که زموږ هدف د مخدره موادو معتاد وي نو بيا تر (روږدي) د (نشه يي) کلمه ساده، جامع او لنډه ده، ځکه چي (نشه يي) فاعلي صفت او (نشه) فعل دی. د معتاد پر ځای (نشه يي) کلمه ځکه غوره ده چي موږ په ولسي ژبه کي د نشې نور مشتقات هم لرو لکه نشه، نشه يي، نشه کېدل، نشه سو، نشې په سر ونيو، نشو لېونی کړ او داسي نور. که ووايو چي (په نشه يي موادو روږدی شخص) نو له فاعلي صفت څخه اوږده جمله جوړېږي. څرنګه چي په نوې ژبپوهنه او ژورناليزم کي لنډون اصل بلل کېږي، نو د (معتاد) او (روږدي) شخص لپاره د (نشه يي) کلمه غوره راته ښکاري.
بل دا چي (روږدی) يا (روږدېدل) د استعمال نور ځايونه هم لري چي ځيني له نشې سره هيڅ اړه نه لري، مثلا دا متل را اخلو له نشو سره هيڅ اړه نه لري: ((پر دې نه ژاړم چي انا مړه سوه، پر دې ژاړم چي مرګ راروږد سو)). روږد د يوه عمل د تکرار مانا هم لري، کله چي يوه کور ته غل څو واره پرله پسې ورسي، نو کوربه وايي چي: (غل را روږد سو). که دا استدلال کوو چي معتاد ته (نشه يي) ويل د هغه سپکاوی دی يا دا کلمه پر معتادينو بده لګېږي، نو پر نشه يانو د معتاد او نشه يي دواړه کلمات بد لګېږي او په روږدي خو نه خپله معتادين او نه هم ولس پوهېږي. معتادين ځانو ته (عملي) او نشې ته (عمل) وايي، دا کلمه د دوی په فکر يو ډول عذر او ناروغي ده چي په دې ډول ځان ته برائت ورکوي او ځان ملامت نه ورته ښکاري.

۲: عملي کول که د عمل جامه وراغوستل
دا هم له دري ژبي څخه ټکي په ټکي راژباړل سوی عبارت دی. عيب يې دا دی چي اوږد دی، ولسي ريښه نه لري او مفهوم يې د تشبيه په صنعت کي نغښتی او په دې ډول يې مانا پېچلې سوې ده. ښايي په دري ژبه کي عام سوی او ساده مانا ولري، ځکه چي د دري څو قاموسونو خوندي کړی دی، مثلا په دري ژبه کي وايي: ((دولت بايد به وعده های خود جامه عمل بپوشاند)). موږ لنډ ويلای سو چي: (( دولت بايد خپلي ژمني عملي کړي)). کله چي سړی په پښتو کي دغه ډول جملې لولي يا يې اوري، نو پوښتنه ورته پيدا سي چي جامې خو هم ډول ډول دي، دا وعدې او الفاظ به څه ډول جامې اغوندي؟ دريشي، لونګ، چادري او که کميس او پرتوګ؟ د بېلګې په ډول دا ميرزايي جملې به راواخلو:
۱: پاكستان بايد له افغانستان سره خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي.
۲: باید اوس لفظي ژمنه د عمل جامه وا غوندي.
۳: هیله ده چی ویې لولئ او د عمل جامه ور واغوندئ!
۴: بايد د ترهګرۍ پر ضد د ګډي مبارزې ژمني د عمل جامې واغوندي.
۵: ولسمشر بايد خپلو ژمنو ته د عمل جامې ورواغوندي.

اوس له دې جملو څخه جامې باسو، ګورو چي ښکلي ښکاري که بې ډوله؟
۱: پاكستان بايد له افغانستانه سره خپلي ژمني عملي کړي.
۲: اوس نو باید لفظي ژمنه عملي سي.
۳: هیله ده چی ویې لولئ او عملي يې کړئ!
۴: بايد د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې ژمنې عملي سي.
۵: ولسمشر بايد خپلي ژمني عملي کړي.
وموليدل چي (د عمل جامه اغوستل) مصنوعي، ترجمه سوی او اوږد عبارت دی، کله چي مو له جملې څخه ليري کړ، نو جمله هم لنډه، هم ساده او هم ولسي محاورې ته نژدې سوه.

اووه دېرشمه برخه
—————–
۱: د يادوني وړ ده / قابل يادآوری است

په یوه لیکنه يا راپور کي ټول کلمات يا ټوله محتوا د يادوني وړ ده. دا که موږ د (يادوني وړ ده) عبارت ووايو يا نه، دا دا کلمات او محتوا خپله يادېږي، بيا نو دې ته څه اړتيا ده چي ووايو د يادوني وړ ده؟ دا جمله هم له دري څخه کټ مټ راژباړل سوې او ولسي ريښه نه لري. راسئ دغه ډول څو جملې راواخلو او ويې څېړو.
۱: (د يادوني وړ ده چي) هغه مهال اجمل خټک ناروغه و.
۲: (د يادوني وړ ده چې) ترکيې، امريکا متحد ايالتونو او اروپايي ټولنې اعلان کړى چي د کردستان د کارگرو ډله يوه ترهگره ډله ده.
۳: (د يادوني وړ ده چې) امريکا په وار وار ويلي چي ترهګري او اورپکي ډلي د دواړو هيوادونو پر وړاندي مشترک خطر دی.
۴: (د يادوني وړ ده چې) په دې غونډه کي د ماليې وزارت د بشري سرچينو رئيس وحيدالله عثماني هم حاضر و.
۵: (د يادوني وړ ده چي) په مومند ايجنسۍ کي د پاکستاني وسله والو طالبانو ډله له پخوا څخه د دې هېواد له حکومت سره د خبرو اترو مخالفه وه.

اوس له دې جملو څخه (د يادونې وړ ده) برخه لیري کوو.
۱: هغه مهال اجمل خټک ناروغ و.
۲: ترکيې، امريکا متحد ايالتونو او اروپايي ټولنې اعلان کړى چي د کردستان د کارگرو ډله يوه ترهگره ډله ده.
۳: امريکا په وار وار ويلي چي ترهګري او اورپکي ډلي د دواړو هيوادونو پر وړاندي مشترک خطر دی.
۴: په دې غونډه کي د ماليې وزارت د بشري سرچينو رئيس وحيدالله عثماني هم حاضر و.
۵: په مومندو ايجنسۍ کي د پاکستاني وسله والو طالبانو ډله له پخوا څخه د دې هېواد له حکومت سره د خبرو اترو مخالفه وه.

پاس وينو چي (د يادوني وړ ده) برخي تر ليري کولو وروسته پاراګراف لنډ سوی، خو د جملو په محتوا کي هيڅ بدلون نه دی راغلی. که د خبریال هدف دا وي چي په راپور کي يو واقعيت (Fact) ياد کړي، نو بايد د محتوا له منځه يوه برخه راواخلي يا یوه مهمه سرچینه یاده کړي. مثلا ووايي: په هغه غونډه کي چي جنرال رازق ووژل سو، هلته د ناټول عمومي قوماندان جنرال )سکاټ ميلر( هم حاضر و. يا کېدای سي ووايو: (( راکټ د ارګ په شل مترۍ کي ولګېد)) يا ويلای سو: ((خلیلزاد يوازي د طالبانو له هيئت سره د تړلو دروازو تر شا په خبرو بوخت دی)). دا هغه ټکي دي چي د راپور يوه برخه ځلوي، خو که هدف دا وي چي اورېدونکي، ليدونکي يا لوستونکي پر يوې ځانګړي جملې يا راپور باور وکړي، نو بايد سرچينه یاده سي، مثلا کېدای سي ووايو: ((د دې پېښي په اړه د افغانستان دفاع وزارت له خوا په خبرپاڼه کي راغلي چي دوی به د جنرال رازق کسات خامخا اخلي))، خو که (د يادوني وړ ده) جملې وروسته نه د راپور خاص واقعيت او نه سرچينه ياده سوې وي، د راپور مخکينۍ برخي بې اعتباره کوي او اورېدونکي فکر کوي چي نور راپور د باور وړ نه دی، بس يوازي همدا يوه برخه يې مهمه ده، خو که خبريال د راپور په پای کي دا ميرزايي عبارت د موضوع د پس منظر (Background) په سر کي راوړي او هدف يې دا وي چي ګواکي دا پس منظر دی، نو اشتباه کوي. د خبریال تر ټولو ستره تېروتنه دا ده چي پر اورېدنکو، لیدونکو يا لوستونکو د ناپوهانو ګومان کوي او غواړي چي هغوی په بې ضرورته، مصنوعي او اوږدو جملو راويښ کړي، حال دا چي خلک پوهېږي چي دا د موضوع پس منظر دی. که خبریال د راپور په اخير کي ووايي: ((په تېره يوه مياشت کي دا دوهم بهرنی بانک دی چي افغان حکومت يې تړي)). په دې صورت کي خلک اسانه پوهېږي چي دا د راپور پس منظر دی، هيڅ اړتيا نسته چي موږ دي پاراګراف ته د پس منظر يا شاليد لپاره ( د يادوني وړ ده) عبارت ورسرباری کړو. ځيني ميرزايان بيا په رسمي غونډو کي له دري څخه دا جمله هم وايي: (( ځای لري چي په دې برخه کي له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه هم مننه وکړو)). په دري کي وايي چي (( جا دارد که در اين مورد از رئيس جمهور اسبق حامد کرزی تشکري کنيم)).

۲: د تېرو دریو کالو په اوږدو کي / در طول سه سال ګذشته
(په اوږدو کي) عبارت هم له دري څخه ټکي په ټکي راژباړل سوی او جمله يې بې ضرورته اوږده کړې ده. (کي) مکاني ادات دی او تېر درې کاله ټوله په خپل ځان کي رانغاړي، خو که هدف د تېرو دريو کالو يوه برخه وي، نو بيا هم هر کال خپل نوم لري، مثلا پروسږکال، وړم کال، لات وړم کال. که هدف د کال يو فصل وي، نو هر فصل هم خپل نوم لري لکه پسرلی، دوبی، منی او ژمی او که هدف په فصل کي دننه يوه ځانګړې مياشت وي، نو هره مياشت هم خپل نوم لري لکه حمل، ثور، جوزا، جنوري، فبروري، مارچ … ځيني ميرزايانو دې ته ورته يو بل عبارت هم له دري څخه په پټو سترګو راژباړلی دی، مثلا وايي: ((د روان کال په بهير کي)). په دري کي وايي چي: ((در جريان سال جاری)). لنډ ويلای سو چي: ((په روان کال کي يا سږکال)). (بهير) ته هيڅ اړتيا نسته. اوس دا ډول څو ميرزايي جملې څېړو:
۱: د تېـرو دریـو کلونـو (پـه اوږدو کـي) افغانستان ته د (۱۷) ميلیارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اوړه راوارد سوي دي.
۲: د ولسي جرګې انتخاباتو د کمپاين (په اوږدو کي) هم کانديدانو دغه ډول شکايتونه کول.
۳: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وروستیو دريو مياشتو (په اوږدو کي) لس عنوانه کتابونه چاپ کړي دي.
۴: د تېرو څلوېښتو کالو د جګړو (په اوږدو کي) د افغانستان تاريخي ابداتو ته ډېر زيان اوښتی دی.
۵: د ملي اردو عسکر د نن ورځي (په اوږدو کي) وتوانېدل چي کندز ښار بيرته له طالبانو څخه ونيسي.

اوس له پورته جملو څخه (په اوږدو کي) عبارت ليري کوو:
۱: په تېـرو دریـو کالو کـي افغانستان ته د (۱۷) ميلیارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اوړه راوارد سوي دي.
۲: د ولسي جرګې انتخاباتو د کمپاين پر مهال هم کانديدانو دغه ډول شکایتونه کول.
۳: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وروستیو دريو مياشتو کي لس عنوانه کتابونه چاپ کړي دي.
۴: په تېرو څلوېښتو کالو کي د افغانستان تاريخي ابداتو ته ډېر زيان اوښتی دی.
۵: د ملي اردو عسکرو نن د کندز ښار بيرته له طالبانو څخه ونيو.

له پورته جملو څخه مو د (په اوږدو کي) برخه لیري کړه، وموليدل چي پاراګرافونه هم لنډ، هم ساده او هم ولسي محاورې ته نژدې سول، خو په محتوا کي يې بدلون رانغی.