کور / راپور / سعودي د جمال خاشقجي د وژني په تور پنځو کسانو ته د مرګ سزا واورول

سعودي د جمال خاشقجي د وژني په تور پنځو کسانو ته د مرګ سزا واورول

د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژني په تور سعودي عربستان پنځه کسان په اعدام محکوم کړي او ځيني نورو ته يې اوږدمهاله بند ټاکلی دی.

د سعودي يوې محکمې تېره ورځ دا پرېکړه وکړه او په پرېکړه کي يې سعود القحطاني چي د شاهي ماڼۍ مشاور دی او همداراز په استانبول کي د سعودي کونسل بې ګناه ثابت کړي دي.

ژورناليست او ليکوال جمال خاشقجي د سعودي پر حکومت ښکاره نيوکي کولې او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر مياشت کي په استانبول کي د سعودي عربستان کونسلګرۍ کي ووژل سو.

سعودي د نوموړي د وژني په تور  د ۲۱ کسانو څخه پوښتني ګروېږني پيل کړې او تېره ورځ يې پنځو کسانو ته د مرګ سزا وټاکل.

خو ترکيه وايي، دا محکمه د نړيوالو اصولو خلاف ده او په دې برخه کي بايد هغه کسان چي په دې وژنه کي تورن دي د ترکيې په همکارۍ محاکمه سي.

ملګرو ملتونو هم ويلي، چي په سعودي کي د جمال خاشقجي د وژني په هکله محکمه پټه سوې او نړيوال معيارونه په نظر کي نه دي نيول سوي.

.