کور / راپور / په بلخ کي اووه سرتېري او هلمند کي ۱۷ طالبان وژل سوي دي

په بلخ کي اووه سرتېري او هلمند کي ۱۷ طالبان وژل سوي دي

افغان حکومت وايي، چي په بلخ ولايت کي د طالبانو د يو بريد پر مهال اووه افغان سرتېري وژل سوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي، “ترهګرو د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي امنيت او دفاع ځواکونو په ګډ مرکز بريد کړی د پوځ اووه سرتيري پکې وژل سوي او د دفاع او امنيت شپږ سرتيري پکې ژوبل سوي دي”.

خو طالبانو بيا ويلي چي ۲۰ افغان عسکر يې وژلي دي.

بل خوا د کورنيو چارو وزارت وایي، چي په هلمند ولايت کي د ‍۱۷ طالب وسلوالو د وژلو خبره کړې ده.

د دفاع وزارت ويلي، “د هلمند په نادعلي اولسوالۍ کي د ملي امنيت د ځواکونو سره په نښته کي ۱۷ طالب ترهګر وژل سوي دي او له دوی څخه په غټه کچه وسله ترلاسه سوې ده”.