کور / راپور / د هند لومړي وزیر، ولسمشر غني ته د ټاکنو په لومړنیو پایلوکې د بریا مبارکي ويلې

د هند لومړي وزیر، ولسمشر غني ته د ټاکنو په لومړنیو پایلوکې د بریا مبارکي ويلې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه له جمهوررئیس غني سره د ټیلیفوني تماس له لارې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي وویله

د هند لومړي وزیر په دغه ټلیفوني تماس کې جمهور رئیس غني او افغان ولس ته د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په توګه د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي.

جمهوررئیس غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د هند لومړي وزیرته وویل، موږ نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتیژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ قدرداني کوو او د اساسي قانون تطبیق ته ژمن یوو.

ښاغلي مودي د افغانانو په مالکیت، رهبرۍ او کنټرول سولې پروسې څخه د خپل هیواد د ملاتړ څرګندولو پرمهال وویل، هیواد به یې د سولې پروسې ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ترڅنګ وي او د ولسواک، پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره د دوی مرستې او ژمنې پرځای دي.

د هند لومړي وزیر جمهوررئیس ته وویل، ستاسو دویم کور هند ته د راتګ بلنه درکوم او له هند څخه د لیدنې پرمهال به  د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه له نږدې څخه بحث او خبرې وکړو.

د هېواد جمهور رئیس د مننې په ویلو سره د هند د لومړي وزیر بلنه ومنله او وې ویل، په مناسب فرصت کې به هند ته سفر وکړي.