کور / راپور / بلاول بوټو: حکومت د غچ اخيستلو سياست ته مخه کړې، خو زموږ مخه څوک نه سي نيولای

بلاول بوټو: حکومت د غچ اخيستلو سياست ته مخه کړې، خو زموږ مخه څوک نه سي نيولای

پاکستان کي د اپوزيسون ګوندونو پر حکومت ږغ کړی، چي د غچ اخيستني له سياست څخه دي لاس واخلي او ددوی غړي دي د خپلو شخصي اغراضو په هدف نه نيسي.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو په کراچي کي يوې غونډي ته په وينا کي وويل، چي د عمران خان حکومت د غچ اخيستني سياست ته مخه کړې ده او د سياسي پارټيو مشران پرته له کوم تور څخه نيسي.

بلاول وويل، چي د ډسمبر پر ۲۴ به د احستاب ادارې ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره حاضر نه سي، ځکه دا دده پرضد يوه سياسي لوبه ده.

نوموړي زياته کړه: “په ۲۴ نېټه زه نیب ته نه حاضرېږم. پر ما چي کوم تورونه لګول سوي، زه هغه په سختۍ سره ردوم. د دې ملک او د دې حکومت هيڅ طاقت زموږ لاره نه سي بندولی. موږ به پينډۍ ته د جلسې لپاره ځو. که موږ ۷۲ کسان يو او که دوه ايا زره کسان يو. خامخا به ځو.”

بل خوا حکومت د مسلم ليګ نواز ګوند يو مشر هم د درغليو په تور نيولی دی، خو د ګوند مشرانو ويلي، چي ددوی پرضد سياسي لوبه روانه ده.