کور / اقتصادي / کندهار کي د بزګرانو سره د تخمونو مرسته سوې

کندهار کي د بزګرانو سره د تخمونو مرسته سوې

د سې شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات او د کرهڼي رئیس له لوري OCHA، DRC او FAO مرستندویه مؤسسو په همکاري ۱۱۸۰۰ کروندګرو ته د کیمیاوي سری او اصلاح سوي تخمونو د ویش لړۍ پیل سوه.

د یاد مرستو د وېش پر مهال کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغه مرسته د ۱۳۹۹ کال لپاره د غنمو کمپاین دی، چي په اتو ولسوالیو کي به ۱۱۸۰۰ بزګرانو ته ووېشل سي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو مرستو کي ۵۰ کیلو اصلاح سوي تخم او ۱۰۰ کیلو کیمیاوي سره شامله ده، چي له امله به یې په دوه جریبه ځمکه کي ۸۰۰ کیلو غنم ترلاسه سي.

د هغه په وینا، د مرستو لړۍ یې له ارغنداب ولسوالي پیل کړې، چي د ارغنداب ولسوالۍ په ۸۲ کلیو کي تر وېش وروسته به پاته اوو ولسوالیو کي هم راپیل سي.

کندهار والي د ارغنداب بزګرانو ته په انارو کي اوښتو زیانونو ته په اشارې وویل، ولایتي اداره د باغدارانو د زیانونو جبران ته ځانګړې پاملرنه لري او په هڅه کوي، چي باغدارانو ته ځانګړې پاملرنه وسي.