کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ اته دېرشمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ اته دېرشمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

—————-
(شګه) که (تخته پل) ولسوالي؟

(شګه) د کندهار ښار جنوب ختيځ خواته په پنځوس کيلوميترۍ کي د يوې ولسوالۍ نوم دی. دا ولسوالي د بابای ملت د پاچهۍ په وخت کي د سپين بولدک علاقه داري وه، خو وروسته ولسوالي سوه. له کومي ورځي راهيسي چي دا سيمه علاقه داري او بيا ولسوالي سوې، نو په ټولو رسمي اسنادو کي يې نوم (شګه) او مرکز يې (تخته پل) ليکل سوی دی. زما سره د دې ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي د تذکرې کاپي راسره ده چي په ۱۳۲۷ شمسي کال کي جوړه سوې او په دې تذکره کي تخته پل کلی ياد سوی دی.
د دې سيمي د بلي تذکرې کاپي هم راسره ده، دا تذکره چې په ۱۳۶۱ شمسي کال کي جوړه سوې، ولسوالي دامان او تخته پل کلی ياد سوی دی. د دې سيمي يو اوسېدونکي وايي چي د تخته پل ولسوالۍ لويدديځ خوا ته د شګو يوه کوچنۍ غونډۍ ده، پخوا دلته يوه امنيتي پوسته او د مسافرو لپاره رباط هم جوړ سوی و. مشران وايي چي دا رباط او امنيتي پوسته د امير عبدالرحمن خان په وخت کي جوړه سوي وه. د تخته پل په اړه د سيمي خلک وايي چي د شګې او بولدک سيمي تر منځ يو کوچنی سيند دی چي (ډورۍ) يې بولي. کله چي به په ژمي کي ډورۍ راډکه سوه، نو خلکو ته به ګرانه وه چي بولدک ولسوالۍ ته ولاړ سي، له همدې امله يې پر ډورۍ يو کوچنی د لرګيو پل جوړ کړ، له همدې امله دا کلی د تخته پل په نوم ياد سو، خو د شګي غونډۍ او رباط ډېر لرغونی دی. زما په نظر تر تخته پل (شګه) نوم غوره دی، ځکه چي د افغانستان په رسمي اسنادو کي د ولسوالۍ نوم شګه ده. په ژورناليزم کي يو مهم اصل دقت دی، هيله لرم چي خبريالان په دې برخه کي دقت وکړي او د هر ځای نوم په خپلو اصلي او رسمي نومونو ياد کړي.

نهه دېرشمه برخه
—————-
۱: په کور دننه که په هيواد کي دننه؟

مخکي مي هم ويلي وه چي ژبه په ادبياتو کي هم وسيله او هم هدف دي، خو په خبریالۍ کي يوازي د افهام او تفهیم وسيله ده، د دې لپاره چي هدف ساده او څرګند بيان سي، بايد له کنايو، استعارو او نورو ادبي صنعتونو څخه تېر سو، ځکه چي ادبي ژبه په ژورناليستیکو اثارو کي ابهام پېښوي. که څه هم ابهام د ادبي لیکني رنګ ځلوي، خو په خبریالۍ کي ستر عيب بلل کېږي. دلته وينو چي (افغانستان) له (کور) سره تشبيه سوی، خو که افغانستان ته کور ووايو، ستونزه يې دا ده چي له اصلي کور سره په ټکر کي راځي، ابهام پېښوي او خلک نه ورباندي پوهېږي. د دې عبارت څو بېلګې دا دي:
۱: افغان محصلین په کور دننه او دباندي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.
۲: د کونړ مېرمني له حکومت څخه غواړي چي په کور دننه دي د سبزیجاتو باغچې ورته جوړي کړي
۳: متقاعد جنرال زمری په کور دننه ووژل سو.
۴: افغان غالۍ اوبدونکي له افغان حکومت څخه غواړيي چي دوی ته دي په کور دننه د کار زمینه برابره سي.

په پورته څلورو جملو کي (په کور دننه) ياني د استوګنځي يا کور او هيواد مفاهيم سره ګډ سوي دي. لومړۍ جمله د يوه راپور سرلیک دی. له سرلیک څخه داسي انګېرل کېږي چي افغان محصلین هم په کورونو کي او هم له کورونو څخه دباندي په ټولنه کي ډېري ستونزي لري، خو کله چي مي د راپور تفصيل ولوست، نو د خبریال هدف دا و چي افغان محصلین هم په افغانستان کي دننه او هم په بهرنيو هيوادونو کي ډېري ستونزي لري. که (په کور دننه) عبارت د (هيواد) په مانا وکاروو، نو بيا به د راپور له دوهم سرلیک څخه څه مانا اخلو؟ په دې راپور کي خو د کونړ مېرمنو له حکومت څخه غوښتي چي دوی ته دي په کورونو کي د سبزيجاتو د کښت زمينه برابره سي، دا خو يې نه دي ويلي چي په بهرنيو هيوادونو کي د سبزيجاتو کښت غواړي. په درېيم سرليک کي هم سړی نه پوهېږي چي متقاعد جنرال په افغانستان کي دننه او که له هيواده دباندي وژل سوی دی، ځکه چي د افغانستان سلګونه متقاعد جنرالان په بهرنيو هيوادونو کي اوسېږي. کله چي مي د راپور تفصيل ولوست، پوه سوم چي دا سړی په خپل کور کي په چړو وژل سوی دی.
څلورمه جمله هم ابهام لري، سړی نه پوهېږي چي غالۍ اوبدونکي له افغان دولت څخه څه غواړي؟ ايا دوی کډوال دي او له حکومت څخه غواړي چي په افغانستان دننه دي د کار زمينه ورته برابره کړي او که په افغانستان کي دننه اوسېږي او غوښتنه یې دا ده چي په کورونو کي دننه دي د غالۍ اوبدلو اسانتياوي ورته برابري کړي؟
دلته وينو چي ميرزايي خبريالانو ولسي ژبه هېره کړې او تشبيهي عبارت يې جوړ کړی چي ابهام يې پېښ کړی دی. کور خورا واضح تعريف لري او هر څوک يې په مانا پوهېږي، هيواد هم ټول پېژني چي افغانستان يې نوم دی، نو چي خلک کور او افغانستان دواړه پېژني بيا تشبيهي عبارت ته څه اړتيا ده چي افغانستان ته کور ووايو؟

۲: په باميانو کي د کوکنارو کښت صفر سوی که اوس په باميانو کي کوکنار نه کرل کېږي؟

(صفر) يوه رياضيکي مفکوره او سمبول دی چي عام خلک یې په مانا نه پوهېږي او نه هم په دې برخه کي اړتيا ورته لیدل کېږي، ځکه چي د کوکنارو کرل او نه کرل رياضيکي بهير نه دی. له دې عنوان سره دوه مفاهيم تړلي دي: يو دا چي پخوا په باميانو ولايت کي کوکنار کرل کېدل او دوهم دا چي اوس کوکنار نه کرل کېږي. زما په فکر دلته د صفر کلمې ته ګرسره اړتيا نسته، ساده او لنډ ويلای سو چي: (( اوس په باميانو ولايت کي کوکنار نه کرل کېږي)).

څلوېښتمه برخه
—————
۱: په افغانستان کي (روانه جګړه) که د افغانستان اوسنۍ جګړه؟

جګړه په خپل ذات کي روانه وي، خو که ودرېږي بيا جګړه نه سو ورته ويلای. جګړه موټر نه دی چي کله ولاړ او کله روان وي. که روانه وه جګړه ورته وايو او که ودرېده امنيت يا امن يې بولو. دلته د (روان) کلمه نه جاري حالت ښيي او نه هم زماني قيد، ځکه زماني قيد خپل ادات لري، لکه د افغانستان اوسنۍ جګړه مشروعيت نه لري، په افغانستان کي د تېرو څلورو لسيزو جګړه بهرنيانو پر افغانانو تپلې ده، په هلمند کي له پرون راهيسي جګړه روانه ده، په کندز ښار کي نن سهار جګړه پيل سوه، په کابل کي د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ جګړه ودرېده. که غواړو چي جګړه د شکل او هدفونو له مخي ياده کړو، نو ويلای سو چي سړه جګړه، د تارياکو جګړه، د تېلو جګړه او صلیبي جګړه. که غواړو د جګړې مکان وښيو، نو وايو چي په عراق او افغانستان کي د امريکايانو جګړه، په سوريه کي د ايرانيانو او دولت د وسله والو مخالفينو جګړه. که غواړو چي د جګړې لوری وښيو، نو ويلای سو چي په افغانستان کي د طالبانو او امريکايانو جګړه، په روسیه کي د روسانو او نازيانو جګړه، په ويټنام کي د امريکايانو جګړه، خو دلته ګورو چي (روانه) کلمه نه د جګړې زمان، نه مکان او نه هم هدف، بڼه او مسير ښيي. که داسي فرض کړو چي روانه جګړه زماني قيد دی، نو يوازي پر حال جازي زمانې دلالت کولای سي او هغه هم په هغه صورت کي چي جګړه همدا اوس روانه وي، مثلا: همدا اوس د کابل په احمدشاه بابا مېنه کي د پولیسو او دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده. زما وړانديز دا دی چي د (افغانستان روانه جګړه ) پر ځای ( د افغانستان اوسنۍ جګړه) وليکو. موږ او تاسي په ډېرو ولسي بانډارونو کي کښېناستلي او د پښتو د بېلابېلو لهجو له ويونکو سره مو خبري کړي دي، هغوی په خپله ورځنۍ محاوره کي (روانه جګړه) نه وايي، ما خو تر اوسه پوري د چا له خولې نه دي اورېدلي چي (روانه جګړه)، که يو ونيم خلک يې وايي هغوی د رسنيو پېښې (تقلید) کوي. زه چي څومره پوهېږم دا عبارت هم له دري ژبي څخه راژباړل سوی دی، دري ژبي وايي چي: (( جنګ جاری در افغانستان از طرف خارجی ها بالای افغان ها تحميل شده است)). دا هم کېدای سي چي دا جمله د ژباړونکو پر لاس پښتو ته ټکي په ټکي راژباړل سوې وي، په انګرېزي کي وايي: (The ongoing war in Afghanistan )

۲: برونز که ژيړ؟
برونز (Bronze) د فلزاتو له ډلي څخه ګڼل کېږي چي په پښتو کي يې (ژيړ) بولي. د ژيړو د نوم وجهه هم خورا ښکار ده، څرنګه چي رنګ يې ژيړ دی له همدې امله يې ژيړ بولي. دا ډول فلزات زموږ په ټولنه کي ډېر عام دي او ټول پښتانه يې پېژني، ځکه په پښتني سيمو کي له ډېر پخوا څخه له ژيړو څخه ډول ډول ګېڼې، لوښي، سيکې او د ژوند نور وسايل جوړېدل او اوس هم جوړېږي، خو برونز عام خلک نه پېژني. ځيني هغه خبريالان چي له بهرنيو رسنيو سره کار کوي او په انګليسي پوهېږي داسي انګېري چي ګواکي عام خلک هم د (برونز) په مانا پوهېږي، مثلا وايي: (( خالد هوتک د اسیا په لوبو کي د برنزو مډال وګاټه)). زما په نظر که د برونزو پر ځای د (ژيړ) کلمه ووايو هم به ساده او هم به لنډه وي.