کور / راپور / سولي سره سلیقوي چلند باید ونه سي

سولي سره سلیقوي چلند باید ونه سي

د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکو د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.
هغوی چي نن ئې د سولي ولسي حرکت سره په لاریون کي برخه اخستې وه وویل، د سولی په خبرو کي باید سلیقوي چلند ونه سي.
لاریونوالو د جګړې له ټولو خواوو څخه وغوښتل چي نور افغان وژنه بنده کړي.
د لاریونوالو په وینا، اوسنۍ جګړه کي یوازي او یوازي افغانان وژل کېږي.
لاریونوالو پر افغان حکومت او طالبانو ږغ وکړ چي د اسلامي اصل له مخي په خپلو کي سره کښېنئ او روغه جوړه وکړئ!