کور / راپور / پوهاند سيال کاکړ په زرګونو کتابونه د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وسپارل،

پوهاند سيال کاکړ په زرګونو کتابونه د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وسپارل،

د کوزي پښتونخوا تکړه ليکوال او څېړونکي پوهاند سيال کاکړ د خپل کتابتون ۱۱۳ قلمي نخسې او ۴۶۰۰ کتابونه د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته وسپارل.

تېره ورځ په دې تړاو په کابل کي يوه غونډه هم جوړه سوې وه، چي د ولسمشر اشرف غني په ګډون پکي ګڼو اديبانو او پوهانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کي ولسمشر غني وويل: “نن ټولو ته د خوښۍ ورځ ده چي زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کيږي. پروفیسور سیال کاکړ خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ودې، د افغانستان تاریخي هویت او د ځوانانو روزنې ته وقف کړی وو”.

غونډې ته په علمي او ټولنیزو چارو کي د ولسمشر غني سلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون وویل، د سیال کاکړ کتابتون او قلمي نسخې یې د ولسمشر غني په مرسته او لارښوونه کابل ته ولېږدول. ښاغلي ازمون د پوهاند سیال کاکړ مننه وکړه چي وایي په خپلو شخصي پیسو اخیستې پانګه یې وړیا افغانستان ته وسپارله. ډاکټر ازمون وویل:

“د پښتو، دري او عربي ژبو پر دغو ۱۳۳ قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چي له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې علومو اکاډمۍ ته وسپارل سوې”.

ولسمشر اشرف غني لارښوونه وکړه، چي په کوټه ښار کي د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د کلتور کور سي. علومو اکيډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کونړ د لرګي لوحه- چي نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري- جوړه کړي.

ولسمشر غني د کابل د اریکایوز چارواکو ته لارښوونه وکړه، چي د پروفیسر سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي نسخې دې و رغوي او سکين دې یې کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چي په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وسي.

پوهاند سيال کاکړ ته د ولسمشر لخوا د سيدجمال الدين افغاني مډال هم ورکول سو.

۸۴ کلن ولي محمد خان سيال کاکړ د کوزي پښتونخوا د پښين ولسوالۍ په سرانانو کلي کي زو کړی او په بېلابېلو کالجونو او پوهنتونو کي يې د پښتو ژبي خدمت کړی دی.