کور / راپور / د هلمند څخه هرات ته پرلار سولي ولسي کاروان ۲۷ غړي طالبانو نيولي دي

د هلمند څخه هرات ته پرلار سولي ولسي کاروان ۲۷ غړي طالبانو نيولي دي

د سولي ولسي حرکت  وياند بسم الله وطندوست وايي، چي طالبانو ددغه حرکت  ۲۷ غړي برم ته کړي او تراوسه د هغوی په هکله حال نه لري.

نوموړی وايي، چي ددغه حرکت موټريز کاروان د سه شنبې په ورځ  د مازدیګر پر پنځو بجو ورسره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته داخل سوي دي.

هغه وايي ملګرو یې ورته ویلي وو چي طالبان هڅه کوي چي د سولې د کاروان دغه غړي له ځان سره بوځي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځي وړاندي د سولي ولسي کاروان له هلمند څخه هرات ته تګ پيل کړ.