کور / راپور / پاکستاني پوځ يو بلوڅ زده کونکی په زور اختطاف کړی دی

پاکستاني پوځ يو بلوڅ زده کونکی په زور اختطاف کړی دی

د بلوچستان په ګوادر سيمه کي پاکستاني پوليسو يو بلوڅ زده کونکی اختطاف کړی نامالوم لوري ته يې بېولی دی.

راپورونه وايي چي نوموړی پر داسي مهال په زور لادرکه سوی چي د ژمنيو رخصتيو لپاره خپل کور ته تللی وو.

له دې وړاندي هم پاکستاني پوځيانو ګڼ شمېر زده کونکي چي د رخصتیو تېرولو لپاره خپلو  سيمو ته تللي نيولي او تراوسه يې د ژوند او مرګ درک مالوم نه دی.

بل خوا د بلوچستان په اواران سيمه کي هم ترهګر پوځ پر کورونو چاپه وهلې او د کورنو څخه يې قيمتي سامانونه لوټ کړي دي.

سرچينې وايي، چي په چاپه کي پاکستاني پوځ هڅه کول چي بلوڅ مېرمني د ځان سره بوځي خو ددې موقع په لاس نه ده ورغلې.