کور / راپور / په افغانستان او د جنوبي اسيا په هيوادونو کي د لمر د تندر ننداره

په افغانستان او د جنوبي اسيا په هيوادونو کي د لمر د تندر ننداره

د افغانستان په ګډون د جنوبي اسيا په ډېرو سيمو کي نن سهار لمر تندر نيولی وو او تقريبا دوه ساعته او ۲۲ دقېقې يې دوام وکړ.

د افغانستان، پاکستان، هند سعودي عربستان او ګڼو نورو هيوادونو کي نن سهار د افغانستان پر وخت ۷ بجو او ۱۷ دقيقو د لمر تندر پيل سو او تر ۹ بجو او څلوېښتو دقيقو پوري يې دوام وکړ.

ساينسپوهان وايي، چي کله سپوږمۍ د لمر او ځمکي تر منځ راسي نو په دې وخت کي د لمر رڼا له ځمکي څخه بنده کړي، چي همدې حالت ته کسوف يا د لمر تندر نيونه ويل کېږي.

کارپوهان وايي، چي د لمر د تندر پر مهال له خاصو عينکو او فلټر پرته په مستقيمه توګه لمر ته کتل د سترګو نظر خرابوي.