کور / #PTM / پاکستاني پوليسو منظور پښتين د فاتحې عذر ته له ورتګ څخه راګرځولی دی

پاکستاني پوليسو منظور پښتين د فاتحې عذر ته له ورتګ څخه راګرځولی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين تېره ورځ د خاطر شينواري فاتحې ته روان وو، چي د پېښور په کارخانو سيمه کي پاکستاني پوليسو راګرځولی او د وړاندي تګ اجازه يې نه ده ورکړې.

ښاغلی پښتين او د هغه ملګري لنډي کوتل ته د هغه ځوان فاتحې ته تلل، کوم چي د ايف سي لخوا په تشدد وژل سوی وو.

ښاغلي پښتين تېره ورځ په يوې مرکه کي وويل:  ”ماته هلته امنيتي اهلکارانو وويل چې دوی ته حکم سوی چي منظور پښتين به نه پرېږدئ. موږ نژدې يو ساعت انتظار وکړ خو بيا راستانه سولو.”

د نوموړي سره مل د پي ټي ايم غړو ويلي، چي د پاکستاني ځواکونو دا اقدام غيرقانوني او له انصاف څخه ليري دی.

پر خواله رسنيو هم د پاکستاني پوليسو لخواد منظور پښتين درول غندل سوي دي.

څو ورځي وړاندي په لنډي کوتل کي د يوې چاودني وروسته ايف سي د سيمي شاوخوا ۲۳ کسان ونيول او په هغوی کي يې يو نفر د خاطر شينواري په نوم يو کس په تشدد ووژی چي ددې پېښي په غبرګون کي تېره ورځ ولسي وګړو پراخ لاريون وکړ او د پاکستان حکومت يې د پښتون وژني او د پښتنو قاتل ياد کړ.