کور / #PTM / ترهګر رياست بيا وزيرستان ته نوې ترهګري راوستل غواړي

ترهګر رياست بيا وزيرستان ته نوې ترهګري راوستل غواړي

د خيبر پښتونخوا وکيلان او قامي مشران وايي، چي په سيمه په تېره بيا شمالي وزیرستان کي بياد حکومت پلوه طالبانو د راپورته کېدو وېره سته.

د خيبر پښتونخوا په ايالتي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی مير قلم وزير وايي، چي په دې وروستيو کي داسي نښي ليدل سوي چي وسلوال طالبان بيا په شمالي وزيرستان کي د راپورته کېدو په حال کي دي.

ښاغلی وزير وايي، چي هدفي وژنو زور اخيستی او د پوځي هډو په شتون کي هم وسلوالو فعاليتونه پيل کړي دي.

مير قلم وزير وايي، چي دا ځل به ولسي وګړي د وسلوالو پرضد راپورته کېږي او پرې به نه ږدي چي استخباراتي جګړه دې بيا دا اولس در په دره کړي.

مير قلم وزير وايي:  ” د حيرانتيا خبره دا ده چي د زرګونو امنيتي سرتېرو او ګام پر ګام امنيتي پوستو له شتون سره سره بيا هم  په شمالي وزيرستان کي د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.”

هغه زياتوي، ” دا يوازې د شمالي وزيرستان د خلګو اندېښنه نه ده بلکې د ټولو پښتنو وېره ده چي يو ځل بيا په منظمه توګه د پښتنو خاورې ته ترهګري رواستل کېږي.”

نوموړی وایي: ” د وزیرستان خلکو ډېري سختۍ ليدلي او د نورو سختیو زغمولو توان نه لرو.”

نوموړی وايي، ولس د دوی ترڅنګ ولاړ دی او  دا ځل ولس د وسله والو ډلو پر ضد راپاڅي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم ويلي،  داسي نښي ليدل کېږي چي بيا په لوی لاس د پښتنو پر خاوره د ترهګرو يوه څپه راروانه ده.

.