کور / راپور / شمالي وزيرستان: د وسلوالو په بريد کي درې پوځيان هلاک سوي او درې نور لادرکه سوي دي

شمالي وزيرستان: د وسلوالو په بريد کي درې پوځيان هلاک سوي او درې نور لادرکه سوي دي

د شمالي وزيرستان په شيوه تحصيل کي د وسلوالو په بريد کي درې پاکستاني سرتېري هلاک سوي او درې نور لادرکه دي.

راپورونه وايي، چي تېره ورځ ناوخته د شيوه تحصيل په مدايني علاقه کي د پوځ پر کاروان وسلوالو بريد وکړ او په دغه بريد کي دوه  پوځيان سمدستي وژل سوي او يوه بل يې د سختو ټپونو له امله هلاک سوی دی.

په دغه پېښه کي درې پاکستاني پوځيان لادرکه سوي هم دي.

ويل کېږي چي د بريد وروسته سيمي ته چورلکي هم تللي دی، خو د ورکو پوځيانو په تړاو تراوسه کوم خبر نه دی ورکړل سوی.

په يوه بله پېښه کي هم د سړک غاړي ماين چاودني يو پاکستانی پوځي هلاک کړی او دوه نور يې ژوبل کړي دي.