ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ څلوېښتمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه : عبدالنافع همت
—————
۱: په افغانستان کي (روانه جګړه) که د افغانستان اوسنۍ جګړه؟
جګړه په خپل ذات کي روانه وي، خو که ودرېږي بيا جګړه نه سو ورته ويلای. جګړه موټر نه دی چي کله ولاړ او کله روان وي. که روانه وه جګړه ورته وايو او که ودرېده امنيت يا امن يې بولو. دلته د (روان) کلمه نه جاري حالت ښيي او نه هم زماني قيد، ځکه زماني قيد خپل ادات لري، لکه د افغانستان اوسنۍ جګړه مشروعيت نه لري، په افغانستان کي د تېرو څلورو لسيزو جګړه بهرنيانو پر افغانانو تپلې ده، په هلمند کي له پرون راهيسي جګړه روانه ده، په کندز ښار کي نن سهار جګړه پيل سوه، په کابل کي د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ جګړه ودرېده. که غواړو چي جګړه د شکل او هدفونو له مخي ياده کړو، نو ويلای سو چي سړه جګړه، د تارياکو جګړه، د تېلو جګړه او صلیبي جګړه. که غواړو د جګړې مکان وښيو، نو وايو چي په عراق او افغانستان کي د امريکايانو جګړه، په سوريه کي د ايرانيانو او دولت د وسله والو مخالفينو جګړه. که غواړو چي د جګړې لوری وښيو، نو ويلای سو چي په افغانستان کي د طالبانو او امريکايانو جګړه، په روسیه کي د روسانو او نازيانو جګړه، په ويټنام کي د امريکايانو جګړه، خو دلته ګورو چي (روانه) کلمه نه د جګړې زمان، نه مکان او نه هم هدف، بڼه او مسير ښيي. که داسي فرض کړو چي روانه جګړه زماني قيد دی، نو يوازي پر حال جازي زمانې دلالت کولای سي او هغه هم په هغه صورت کي چي جګړه همدا اوس روانه وي، مثلا: همدا اوس د کابل په احمدشاه بابا مېنه کي د پولیسو او دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده. زما وړانديز دا دی چي د (افغانستان روانه جګړه ) پر ځای ( د افغانستان اوسنۍ جګړه) وليکو. موږ او تاسي په ډېرو ولسي بانډارونو کي کښېناستلي او د پښتو د بېلابېلو لهجو له ويونکو سره مو خبري کړي دي، هغوی په خپله ورځنۍ محاوره کي (روانه جګړه) نه وايي، ما خو تر اوسه پوري د چا له خولې نه دي اورېدلي چي (روانه جګړه)، که يو ونيم خلک يې وايي هغوی د رسنيو پېښې (تقلید) کوي. زه چي څومره پوهېږم دا عبارت هم له دري ژبي څخه راژباړل سوی دی، دري ژبي وايي چي: (( جنګ جاری در افغانستان از طرف خارجی ها بالای افغان ها تحميل شده است)). دا هم کېدای سي چي دا جمله د ژباړونکو پر لاس پښتو ته ټکي په ټکي راژباړل سوې وي، په انګرېزي کي وايي: (The ongoing war in Afghanistan )
۲: برونز که ژيړ؟
برونز (Bronze) د فلزاتو له ډلي څخه ګڼل کېږي چي په پښتو کي يې (ژيړ) بولي. د ژيړو د نوم وجهه هم خورا ښکار ده، څرنګه چي رنګ يې ژيړ دی له همدې امله يې ژيړ بولي. دا ډول فلزات زموږ په ټولنه کي ډېر عام دي او ټول پښتانه يې پېژني، ځکه په پښتني سيمو کي له ډېر پخوا څخه له ژيړو څخه ډول ډول ګېڼې، لوښي، سيکې او د ژوند نور وسايل جوړېدل او اوس هم جوړېږي، خو برونز عام خلک نه پېژني. ځيني هغه خبريالان چي له بهرنيو رسنيو سره کار کوي او په انګليسي پوهېږي داسي انګېري چي ګواکي عام خلک هم د (برونز) په مانا پوهېږي، مثلا وايي: (( خالد هوتک د اسیا په لوبو کي د برنزو مډال وګاټه)). زما په نظر که د برونزو پر ځای د (ژيړ) کلمه ووايو هم به ساده او هم به لنډه وي.
يوڅلوېښتمه برخه
—————-
نن کابل ښار د یوې چاودني شاهد و که نن په کابل ښار کي يوه چاودنه وسوه؟
دا موضوع تر ډېره حده په خبریالۍ کي د پام او دقت وړ ده. په خبر يا راپور کي هغه څه ځلول کېږي يا لومړی يادېږي چي خبري ارزښت ولري. په خبر کي کله شخص، کله ځای، کله د پېښي ډول، کله وخت او کله يې نور اړخونه مهم وي. که داسی وګڼو چي د يوې پېښي ځای خبري ارزښت لري، نو بايد د ولايت پر ځای مشخص ځای ياد کړو. د بېلګې په ډول که په دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت يا ملي امنيت اداره کي چاودنه وسي، په دې صورت کي د پېښي ځای مهم دي، خو ځيني خبريالان د مشخص ځای ځايګي پر ځای ولايت يادوي چي د جملې دا ډول جوړښت ما ته له دري څخه ټکي په ټکي ژباړه ښکاري، په دري کي وايي: (( شهر کابل امروز شاهد يک حادثه خونين بود)).
پېښه تل له شاهدانو سره نه وي تړلې، بلکي د شاهدانو يا شواهدو او اسنادو په مرسته تحليل او څېړل کېږي. بې سا اجسام د شاهدانو په ډول راوړل شاعرانه صنعت دی، د خبريالۍ له اصولو سره اړخ نه لګوي. د شواهدو په لړ کي د خلکو تر څنګ د کابل نوري فزيکي برخي لکه کورونه، دوکانونه، دفترونه، تعلیمي مرکزونه، کوڅې او لاري هم کابل بلل کېږي، خو دا چي نه ژوند، نه عقل او نه سترګي لري شاهدان يې نه سو ګڼلای.
ښايي له (شاهد) څخه د خبريالانو هدف ځای وي چي په خبريالۍ کي د (WH Questions) څخه يوازي د (Where) ياني (چېري) پوښتنه جوابولای سي، خو داسي پېښي هم سوي چي تر ځای يې شخص مهم وي، لکه د مولوي سميع الله ريحان صاحب شهادت. په دې خبر کي ځای نه، بلکي شخص مهم دی چي بايد د خبر يا راپور سرلیک ځني جوړ سي، البته د ځای يادونه هم ضروري ده، خو تر کابل دا مهمه ده چي ووايو: پېښه په جومات کي د جمعې د لمانځه پر مهال سوې ده. په دې خبر کي لومړی شخص، بيا ځای ياني جومات او تر هغه وروسته وخت خبري ارزښت لري.
که په کورنيو چارو وزارت کي يو بهرنی جنرال په پټ او مرموز ډول وژل سوی وي، نو بايد داسي وليکو: (( په کورنيو چارو وزارت کي يو بهرنی جنرال په پټ او مرموز ډول وژل سوی دی)). که ووايو چي د کورنيو چارو وزارت د يوه بهرني جنرال د ژول کېدو شاهد و، بيا د (مرموز) کلمه بېځایه ده، ځکه کومه پېښه چي شاهد ولري، مرموزه پېښه نه سو ورته ويلای. که شعبه د پېښي شاهد ګڼلای سو، نو بايد د دفتر چوکۍ، مېزونه، کمپيوټرونه، دېوالونه، چت او کاغذونه هم شاهدان وبولو. اوس دغه ډول څو ميرزايي جملې را اخلو او بيا يې شنو:
۱: د اورانوس د ودونو تالار د دوشنبې په ماښام د یوې چاودني شاهد و.
۲: برید د هغه بانک مخې ته سوی چې د دوو نورو خونړیو پېښو شاهد و.
۳: کابل ښار نن د یوې چاوني شاهد و.
۴: خوست ولایت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له مخې د یوې وروستۍ خونړۍ پېښې شاهد و.
۵: افغانستان د تېري جمعې په ورځ یو ځل بیا د ملکي وژنو شاهد و.
اوس پورته جملې په دې ډول ليکو:
۱: په اورانوس تالار کي دوشنبه ماښام چاودنه وسوه.
۲: د دې بانک مخ ته مخکي دوې نوري خونړۍ پېښي هم سوي دي.
۳: نن په کابل ښار کي يوه چاودنه وسوه.
۴: د خوست ولایت په وروستۍ پېښه کي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
۵: په افغانستان کي تېره جمعه بيا ملکي خلک ووژل سول.
پورتنۍ جملې وينو چي تر مخکينيو لنډي، ساده، جامع او ولسي محاورې ته نژدې سوي دي.