کور / راپور / طالبانو د سولي ولسي حرکت غړي نن خوشي کړل

طالبانو د سولي ولسي حرکت غړي نن خوشي کړل

د سولي ولسي حرکت غړي چی دوې ورځي وړاندی طالبانو د کندهار – هرات پر لويه لار نيولي وه، نن غرمه يې بېرته خوشي کړي دي.

ددغه حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، چي ددوی نيول سوي ملګري طالبانو خوشي کړي او ټول روغ رمټ دي.

ښاغلی وطندوست وايي، چي دا مهال د سولي ولسي حرکت غړي د فراه پر لور روان دي.

ددغه حرکت موټريز کاروان د سه شنبې په ورځ  د مازدیګر پر پنځو بجو ورسره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته داخل سوي دي.

 هغه مهال وطندوست ويلي وه، ملګرو یې ورته ویلي وو چي طالبان هڅه کوي چي د سولې د کاروان دغه غړي له ځان سره بوځي..

څو ورځي وړاندي د سولي ولسي کاروان له هلمند څخه هرات ته تګ پيل کړ.

.