کور / راپور / بلاول بوټو: د پاکستان حکومت ناکام دی، موږ په نړيوال سياست کي اعتبار له لاسه ورکړی دی

بلاول بوټو: د پاکستان حکومت ناکام دی، موږ په نړيوال سياست کي اعتبار له لاسه ورکړی دی

د پاکستان پيپلز پارټۍ يو مشر بلاول بوټو وايي، چي د پاکستان اوسنۍ حکومت يو فاسد او ناکاره حکومت دی او په سياسي او اقتصادي ډګر کي يې د ناکامۍ سره مخ سوی دی.

بلاول بوټو چي تېره ورځ يې د خپلي مور بې نظير بوټو د تلين په مناسبت غونډه کي وينا کول وويل، چي پاکستان دا مهال خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او دا ټول د پوځي پلوي حکومت د ناکامۍ وجه ده چي اوس يې په کور دننه کي هم د خلګو ژوند د اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او هم يې په نړيوال سياسي ډګر کي پاکستان بې اعتباره کړی دی.

جلسې ته په وینا کي پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د وزیراعظم عمران خان هغه خبره وغندله، چي پرون یې د پنجاب په جهلم ښار کي د یوې منصوبې د پرانیستنې په مراسمو کي مېډیا ته مافیا وویل. یوسف رضا ګیلاني وویل:

“چي زموږ حکومت وو تور قوانین مو ختم کړل او د خلکو لپاره مو معلوماتو ته رسایي ممکنه کړه خو نن پر مېډیا بندیزونه لګېږي موږ د دې غندنه کوو، پیپلز ګوند به د خلکو د آییني، انساني او اقتصادي حقونو لپاره مبارزه کوي”.

پخواني ولسمشر آصف علي زرداري جلسې ته له روغتونه ویډیویي وینا وکړه او یو ځل بیا یې تور پورې کړ چي د تحریک انصاف اوسنی حکومت د خلکو له خوا منتخب سوی نه بلکي [پوځ] راوستی دی:

“یوه ورځ به موږ د ولس حکومت راولو، دوی خو حکومت نه سي چلولای، پوښتنه دا ده چي تاسې خو به دوی راولئ خو ملک نه شئ په چلولای دا کيدای نه سي، ځکه دوی احساس نه لري چي له غریب سره څه کيږي او ګراني څه وي، خلک یې دوو ډوډیو ته مجبور کړي دي”.