کور / #PTM / شفيق ايډوکيټ وايي، په بند کي د پي ټي ايم او منظور پښتين په هکله ورڅخه پوښتنې کېدلې

شفيق ايډوکيټ وايي، په بند کي د پي ټي ايم او منظور پښتين په هکله ورڅخه پوښتنې کېدلې

وکيل شفيق  ايډوکيټ چي ۱۷ ورځي وړاندي په پنجاب کي تښتول سوی وو، له بند څخه خوشي سوی او خپل کور ته رسېدلی دی.

نوموړی وايي، هغه کسانو تښتولی چي ټول يې پېژني او په يوه بنده کوټه کي يې ساتلی وو.

ښاغلی شفيق وايي، چي له ده څخه په بند کي د پښتون ژغورني غورځنګ او منظور پښتين په هکله پوښتني ګروېږني کېدلې.

هغه وايي: “ زما څخه پوښتنې کېدې چي د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دې غورځنګ د مشر منظور پشتين سره یې څه تعلق دی او هغو ته پېسې څنګه ورکوي؟. “

ښاغلي شفيق د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ پر خواله رسنيو پوسټونه کوي.

نوموړی وکيل له دې وړاندې هم د روان کال د جون په مياشت کي د ترهګر رياست لخوا تښتول سوی او د څو ورځو بې درکۍ وروسته په ژوبل حالت کي بيا خوشی سوی وو.

د پاکستان ترهګر رياست د پښتون ژغورني غورځنګ فعاليتونو ته خنډونه جوړوي او هغه کسان چي ددغه غورځنګ خواخوږي دي په بېلابېلو نومونو بنديانوي.