کور / راپور / هلمند: سنګين کي د ملي اردو په پوسته کي چاودنه سوې، ګڼه مرګژوبله يې اړولې ده

هلمند: سنګين کي د ملي اردو په پوسته کي چاودنه سوې، ګڼه مرګژوبله يې اړولې ده

افغان چارواکي وايي، چي په سنګين ولسوالي کي د ملي اردو پر يوې پوسته بمي چاودنه سوې او پکي ۱۰ افغان سرتېري وژل سوي دی.

هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو یو غړی نواب شاه ځدران وایي، نن سهار شاوخوا ۴ بجې سنګین ولسوالۍ کې د دوی ۱۰ سرتېري وژل سوي او څلور نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم  ته ویلي، دا برید تېره شپه سوی چې په یاد برید کي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

بل خوا طالبانو ادعا کړې چي بريد دوی کړی او ۲۶ سرتېري يې وژلي دي.