کور / راپور / خوست کي يوه مېرمن په خپل شخصي لګښت ښځو ته وړيا زدکړي ورکوي

خوست کي يوه مېرمن په خپل شخصي لګښت ښځو ته وړيا زدکړي ورکوي

د خوست يوه مدني فعاله سهيلا نوري په دغه ولايت کي نجونو ته وړيا زدکړي ورکوي او په دې برخه کي يې ګڼ پرمختګونه هم کړي دي.

سهيلا نوري د يو ښوونيز مرکز مشره ده او په دغه مرکز کي تر ۱۰۰ زياتو انجونو ته وړيا زدکړه ورکوي.

میرمن نوري وايي ددې کار عمده هدف دادی چي ښځي روښانه راتلونکی ولري:” زما په اند د نجونو لپاره د داسې کورسونو جوړول ډېر ضروري دي څو وکولای سي خپلې زده کړي وکړي. تمه لرو هغوی له دغه کورس څخه ښه استفاده وکړي.”

په دغه ښوونيز مرکز کي د انګرېزي ژبي ترڅنګ، رياضي او ساينسي مضامين هم تدرسېږي.