کور / اقتصادي / غزني کي پر کلدارو د راکړي ورکړي له کبله تيره اونۍ ګڼ دوکانونه تړل سوي دي

غزني کي پر کلدارو د راکړي ورکړي له کبله تيره اونۍ ګڼ دوکانونه تړل سوي دي

د غزني ولايتي چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي پر بهرنيو اسعارو خصوصا کلدارو د راکړي ورکړي له بنديز وروسته تيره يوه اونۍ د څارني اړوند ټيمونو د ښار په بيلابيلو برخو کي ۵۸  دکانونه او سوداګريز مرکزونه چي پر کلدارو يې راکړه ورکړه ترسره کوله مهرلاک او هر يو د دريو ورځو لپاره وتړل سول.

په تړل سويو سوداګريزو مرکزونو کي ۵۵  دکانونه، د تيلو ۱ ټانګ، د لوړ تناژه موټرو ۱ تله، د درملو ۱ شرکت شامل وو.

د يادولو وړ ده چي په غزني کي د تيري اونۍ له پيل څخه پر کلدارو هر راﺯ راکړه ورکړه بنده سوه او ټاکل سوي د هري اونۍ په تيريدو سره به له سرغړوونکو سره په ترسره کيدونکي چلند کي جديت راځي.