کور / رسنۍ / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / دوه څلوېښتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / دوه څلوېښتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت
——————
فرمايل که ويل؟

(فرمان) د پهلوي ژبي کلمه ده چي د پاچا، ولسمشر، لومړي وزير يا بل مشر حکم، امر او دستور ته ويل کېږي. (فرمايش) او (فرمودن) يې مصدر دی چې معربه جمع يې (فرامين) بلل کېږي. له دې مصدرونو څخه جوړ سوي کلمات د ميرزايانو او دولتي مامورينو پر لاس لومړی له پهلوي ژبي څخه فارسي او بيا له فارسي څخه پښتو ته ټکي په ټکي راژباړل سوې دي. په فارسي کي وايي: (( پادشاه فرمان داد، وزير صاحب فرمود، بفرماييد، کمی که خواندم، فرمایش داد که همان ترانۀ تودی را بخوان)). دا ډول کلمات اوس يوازي په دربارونو او دفترونو کي ويل کېږي چي په پښتو کي تر ډېره حده د غوړمالۍ مانا لري. په فارسي کي هم تر ډېره بريده د چاپلوسۍ په نيت ويل کېږي، خو يو شمېر درباريان يې د درناوي لپاره هم وايي. د غوړمالۍ او درناوي تر منځ ډېره نازکه پوله سته چي کلمات يې هم يو بل ته خورا سره ورته دي، خو يو شمېر پښتانه فکر کوي چي ګواکي دا کلمات يوازي د درناوي لپاره ويل کېږي. څرنګه چي د فرمايش کلمه او ورسره تړلي مشتقات د فارسي او اردو ژبو په ديني نصاب کي ډېر ياد سوي، له همدې امله يې د پښتو ديني نصاب ته هم لاره موندلې ده، خو زما په فکر دا باور سم نه دی. که عربي ژبي ته وګورو، نو په قرانکريم، نبوي حديثونو، مجتهدو علماوو او صوفيانو په خبرو کي د فرمايش مصدر پر ځای د (قال، قيل، يقولون، قولا، مقوله، قائل…) کلمات راغلي چي په پښتو کي هم موږ (ويل) وايو. کله چي د الله (ج) رسول الله (ص) صحابه کرامو او اوليا کرامو (رح) لپاره په عربي ژبه کي د (ويل) کلمه استعمال سوې او اوس هم استعمالېږي، موږ هم اړ نه يو چي ووايو: (( ولسمشر وفرمايل، وزير صاحب فرمايلي دي، والي صاحب وفرمایاست، رئيس صاحب فرمايي، صاحب دا خبره مي ستاسي د فرمودې په اساس وکړه، تاسي وفرمايل، لکه تاسي چي وفرمايل…)). البته (فرمان) اوس د افغانستان په حقوقي ټرمينالوژۍ کي منل سوې کلمه ده چي د (حکم) مانا لري. که غواړو چي د يو چا درناوی وکړو، نو پښتو ژبه د اشخاصو د درناوي لپاره خپل صفات او اصطلاحات لري چي له نوم سره تړل کېږي، لکه مشر، ګران، دروند، لوړ درشل، خدمتګار، مينه ناک، پر وطن مين، ملتپال او داسي نور، خو جمله بايد په ((وويل، وايي، و به وايي، ويې ويل…)) سره پای ته ورسول سي.

درې څلوېښتمه برخه
——————-
ما ته اوس پته ولګېده که زه اوس پوه سوم؟

(پته) د ادرس، درک او ځای ځايګي مانا ښندي چي د استعمال خپل ځايونه لري، خو ځيني خلک يې د (پوهېدا) او معلوماتو په مانا استعمالوي. زما د څېړنو له مخي دغه ډول جملې له اردو ژبي څخه کټ مټ راژباړل کېږي چي د پښتو له ګرامري او ولسي روحيې سره اړخ نه لګوي. دلته به يې يو څو مثالونه ياد کړو:

۱: ما ته اوس (پته) ولګېده.
۲: تا ته به وروسته (پته) ولګېږي.
۳: تا ته (پته) نه وه چي زه څوک يم؟
۴: د متیازو له بوی څخه د عمومي روغتیا (پته) په اسانۍ لګېدای سي.
۵: لخدر ابراهيمي: ماته (پته) نشته.

اوس له پورتنيو جملو څخه د (پته) کلمې ليري کوو:
۱: زه اوس پوه سوم.
۲: ته به وروسته پوه سې.
۳: ته نه پوهېدلې چي زه څوک يم؟
۴: د متیازو له بوی څخه عمومي روغتیا په اسانۍ پېژندل کېدای سي.
۵: لخدر ابراهيمي: زه نه پوهېږم.

اوس وينو چي جملې هم ساده، هم لنډي او هم ولسي محاورې ته نژدې سوي دي. په اردو ژبه کي د (پته) تر څنګ د (لګېدل) مصدر او نور مشتقات هم ډېر لیکل کېږي، خو بيا هم که څوک په پښتو کي پته د ادرس او ځای ځايګي په مانا ليکي ستونزه نه پېښوي، ځکه چي په پښتو کي پته ادرس او ځای ته وايي او عام خلک يې هم په مانا پوهېږي. ما په اردو ژبه کي د (پته) کلمه تر پښتو ډېره اورېدلې ده، که ځيني دوستان يې دلته څو بېلګي راته وليکي لويه ځواني به يې وي.