کور / راپور / پر کابل – جلال اباد لويه لار کي ترافيکي پېښي مرګژوبله اړولې ده

پر کابل – جلال اباد لويه لار کي ترافيکي پېښي مرګژوبله اړولې ده

کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د اوریاخیلو د پله په سیمه کي نن شاوخوا درې نیمې بجې د دوو مارسیډیز ډوله موټرو د ټکر له امله دوه نارینه او یوه ښځه شهیدان سوي او د ۱۲ کوچنیان او ۶ لویان ټپیان سوي دي.

ددغې پېښې ټول ټپیان په وخت نږدې روغتیایي مرکز ته انتقال سوي او له لومړنۍ درملنې وروسته یې ډيری رخصت سوي هم  دي.

پېښه د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.