کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/څلور څلوېښتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/څلور څلوېښتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

——————–
د ګوزڼ د ناروغانو (شمېر) ډېر سوی که د ګوزڼ ناروغان ډېر سوي دي؟

نه پوهېږم چي په دې جمله کي د (شمېر) کلمې ته څه اړتيا ده؟ (ناروغ) مفرد او (جمع) يې ناروغان دي. کله چي ناروغان ډېرېږي، نو مانا يې هم روښانه کېږي. زما په فکر د (شمېر) کلمې او اضافت (د) ته اړتيا نسته، لنډ ليکلای سو چې: (د ګوزڼ ناروغان ډېر سوي دي). دلته به دغه ډول څو بېلګې يادي کړو:

۱: په ښارونو کي (د) طلاق (شمېر) ډېر شوی دی
۲: په کندهار ولايت کي (د) ښځينه محصلينو (شمېر) ډېر سوی دی.
۳: په افغانستان کي (د) بېځايه سويو کډوالو (شمېر) ډېر سوی دی.
۴: (د) افغان کمانډويانو (شمېر) ډېر سوی دی.
۵: (د) ښځينه سوداګرو (شمېر) ډېر سوی دی.

اوس له پورتنيو جملو څخه د (شمېر) کلمه او اضافت يا ملکيت دال ليري کوو:

۱: په ښارونو کې طلاقونه ډېر سوي دي.
۲: په کندهار ولايت کي ښځينه محصليني ډېري سوی دي.
۳: په افغانستان کي بېځايه سوي کډوال ډېر سوي دي.
۴: افغان کمانډويان ډېر سوی دي.
۵: ښځينه سوداګري ډېري سوی دي.

اوس وينو چي پورتنۍ جملې هم ساده او هم لنډي سوي دي. زما د څېړنو له مخي د جملې دا ډول جوړښت ولسي ريښه نه لري او له دري څخه ټکي په ټکي راژباړل سوې دی، ځکه په دري کي وايي چي: (( تعداد معتادين به مواد مخدر افزايش يافته است)).

پنځه څلوېښتمه برخه

——————-

سینما که فيلمي صنعت؟

سينما (Cinema) فرانسوۍ کلمه ده چي له سينماټوګراف (cinématographe) څخه جوړه سوې ده. سينما هغه تالار ته ويل کېږي چي هلته د پروجيکټر په وسيله فیلم، انځورونه او نور د ليدلو وړ شيان خلکو ته ښودل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک يا ميرزايان (فيلمي صنعت) ته سينما وايي. مثلا وايي چي حکومت افغان سينما ته پام نه کوي، د هندوستان سينما ډېره وده کړې ده، د سينما لپاره تکړه ليکوالان نه لرو … زما معلومات دا دي چي د ميرزايانو هدف فلمي صنعت (Film industry) دی، خو د فيلمي صنعت پر ځای سينما ليکي. که د (فیلمي صنعت) عبارت ووايو، نو بيا پورتنۍ جملې سم مفهوم درلودای سي، ځکه چي په فيلمي صنعت کي ليکوالان، ممثلين، تخنيکي وسايل، ځانګړی چاپېريال، سټوډيوګاني، بوديجه او داسي نور اړخونه شامل دي، خو سينما يوازي تالار ته وايي لکه بريکوټ سېنمنا، اريوب سينما، اريانا سينما. کېدای سي په نورو ژبو او هيوادونو کي فيلمي صنعت ته سينما ووايي، خو په افغانستان کي سينما يوازي هغه تالار ته وايي چي هلته د پروجيکټر په وسيله پر پرده باندي فيلم نندارې ته وړاندې کېږي او زموږ په ملي ټرمينالوژۍ کي سنما ته (نندارې) وايي، ښايي د ځينو سينماګانو پر لوحو اوس هم دا کلمه پاته وي او ځيني خلک يې اوس هم په دغه نوم يادوي لکه کابل نندارې. کېدای سي په نړيواله سطحه به سينما د سينما د هنر مانا هم ولري، خو ولس يې د ځای په مانا اخلي، مثلا وايي چي سينام ته ځم، سینما يې وسوځوله، فلانۍ سينما ښه تعمیر لري، د فلانۍ سېنما چوکۍ پستې دي، په سينما کې جنګ پېښ سو، د سېنما پردې ته اور ورته سو …

شپږ څلوېښتمه برخه
——————
منډي جوړول که منډي کول؟

که څه هم په افغانستان کي کريکيټ نوې لوبه ده، د ډېرو نومونو او اصطلاحاتو لپاره يې خپل پښتو نومونه نه لرو، خو د توپ ډنډې لوبه مو له پخوا څخه درلوده او اوس هم په کليوالو سيمو کي دود ده چي د منډي يا منډو کلمات ورسره تړلي دي. په توپ ډنډه کي هم د منډو خبره مهمه ده. هغه څوک چي د ميدان پای ته ولاړ او بيرته راسي، نو پوخ بلل کېږي، پوخ په دې مانا چي توپونه وهلای سي. د توپ ډنډې په ميدان کي هم لوبغاړي په جګ اواز نارې وهي چي: ((هله منډه کړه!)). (( هله رامنډه کړه!)) په ولسي محاوره کي هم د منډه، منډې، منډو او منډو وهلو کلمې او عبارتونه لرو. دغه ډول په سندرو او متلونو کي هم د منډي کلمه ډېره ياده سوې ده، مثلا يو متل لرو چي وايي: (( بخت په منډه نه دی په ټنډه دی)). زه د کريکيټ په الف و با هم نه پوهېږم، خو منډه جوړول عبارت مصنوعي راته ښکاري. کېدای سي چي دا عبارت هم د انګليسي د (Make runs) ژباړه وي. زما په فکر که د منډي جوړولو پر ځای منډي کول ووايو ولسي ژبي ته به نژدې وي. مثلا ((راشد خان پنځوس منډي وکړې)). لکه څنګه چي مي مخکي وويل ما تر اوسه پوري د کريکيټ په اړه يوه کرښه تبصره هم نه ده ليکلې، له اصطلاحاتو او نومونو سره خو يې ګرسره نه يم بلد، هيله ده تاسي خپل نظريات راسره شريک کړئ چي منډي کول که منډي جوړول به مناسب عبارت وي؟