کور / راپور / د تمثیل بنسټونه درې ورځني سمینار اختتامیې غونډه ترسره سوه

د تمثیل بنسټونه درې ورځني سمینار اختتامیې غونډه ترسره سوه

د “تمثیل بنسټونه” درې ورځني سمینار اختتامیې غونډه ترسره سوه.
دا سمینار د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست په نوښت او د هېواد تکړه ممثیل جاوید عابد په خاص همکاري په رضاکاره ډول نیمروزي ځوانانو ته جوړ سوی و.
جاوید عابد د سمینار ټرېنر/استاد پخپلو خبر کې وویل: موږ له دې هنر له اړخه د خپلې ټولنې ستونزو ته. حل لارې لټولای سو. دا هنر که نه وي ټولنه او مسؤلین به څوک متوجې کوي. دا زموږ مسؤلیت دی، چې خپله ټولنه خپله جوړه کړو او هغه هم د هنر له طریقه.
نیمروز د معارف رئیس سمیع الله نوري یاد سمینار ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې د اطلاعات او فرهنګ ریاست په همکاري به د معارف د تیاتر پر ګروپ کار کوي.
د ځوانانو په چارو کې د والي مشاور حاجي سخي وحدت د ځوانانو ګډون وستایه او د دې هنر پر ارزښت وږغیدئ. د نیمروز اطلاعات او کلتور رئیس عبدالغني حسن یاد سمینار د دې ټولنې او ځوانانو لپاره ډېر مهم وبلئ او وویل: هنر دی، چې ژوند ته ښکلا ورکوي او بې له دې هنره ژوند او ټولنه بدرنګه ده، هغه ځوانانو ته د دې هنر مبارکي ورکړل، چې تاسو په دریو ورځو کې یو هنر ترلاسه کړئ، هېله ده دې هنر ته په ګډه کار وکړو.
د دې هنر په اړه د ځوانانو پر مسؤلیت او په ټولنه کې د تمثیل پر ارزښت وږغیدئ.
په سمینار کې په دوو ورځو کې په تیوریکي مسایلو بحث وسو او یوه ورځ عملي کار ترسره سو.
په سمینار کې د زرنج مرکز په شمول د څو ولسوالیو ځوانانو، متعلمینو محصلینو او د ادارې کارکوونکو هم ګډون کړی و.
د یاد سمینار ګډون کوونکو لخوا په ګروپي شکل د تیاتر/تمثیل نندارې په څلورمه ورځ وړاندې کړې.