کور / راپور / سرچينې:طالبان به په نژدې راتلونکي کي لنډمهاله اوربند وکړي

سرچينې:طالبان به په نژدې راتلونکي کي لنډمهاله اوربند وکړي

د طالبانو يوې سرچينې ويلي، چي کيدای سي راتلونکي اونۍ طالبان د اوربند يوه موافقه وکړي، چي له مخي به يې له اتو څخه تر لسو ورځو پوري په لويو ښارونو او مرکزي ځايونو کي جګړه بندېږي.

د وال سټريټ ژورنال په حواله، د چهارشنبې په ورځ طالبانو په کوټه کي خپلمنځي غونډه کړې او پر يو لنډمهاله اوربند سلا سوي دي.

د وال سټریټ راپور وايي، ټول طالب مشران تر بحث او سلا مشورو وروسته د یوې اوونۍ پر اوربند سلا سوي دي چي کيدای سي د نوي کال له پیل سره عملي سي او د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د تړون لاسلیک کولو ته موقع برابره کړي.

په راپور کي راغلي چي له جنګ بندۍ سره سم به په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو شمېر هم وټاکل سي او د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات هم پیل سي.

خو لا هم په رسمي توګه طالبانو دا راپور نه دی تاييد کړی.