کور / راپور / چارواکي وايي: په هلمند کي مو دطالبانو يوه ولسوالي له منځه وړې ده

چارواکي وايي: په هلمند کي مو دطالبانو يوه ولسوالي له منځه وړې ده

چاراکي وايي، چي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کي  د وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ تعمیر له منځه وړي او وروسته یې د عملیاتو پر ترڅ کي پنځه تنه وسله وال طالبان وژلي، درې تنه زخمیان او دوه تنه یې ژوندی نیولي دي.

د چارواکو په خبره ، په دغه عملیاتو کي د وسله والو طالبانو سپکي او درنې وسلې، مهمات، چاودیدونکي توکي او مهم اسنادونه هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسته  ورغلي او په سیمه کي يې له منځه وړي دي.

خو طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.