کور / راپور / په  ۲۰۱۹ کال کي ۱۰ تنه افغان خبریالان وژل سوي دي

په  ۲۰۱۹ کال کي ۱۰ تنه افغان خبریالان وژل سوي دي

افغانستان کي په  ۲۰۱۹ م کال کي د ۱۱۵ پیښو په ترڅ کي ۱۰ تنه خبریالان وژل سوي او ۲۱ تنه نور ټپیان سوي دي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) او کندهار ولایت مقام نن په یوه ګډ خبري کنفرانس کي خبریالانو ته د تیر کال د پیښو او لاسته راوړونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

د کنفرانس لومړی ویناوال د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالحنان منیب وو، ښاغلي منیب رسنۍ د زورواکو او فاسدینو په وړاندي د مبارزې لوی ادرسونه یاد کړل او ددې لوی مبارز کهول (رسنیو) مبارزه یې وستایل.

مرستیال والي عبدالحنان منیب چي د کندهار ولایت د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مسولیت لري وویل چي د ۲۰۱۹ کال په جریان کې د ۱۱ مجلسونو په ترڅ کي د خبریالانو ګڼي ستونزي ور حل کړي دي او په راتلونکي کي به هم د بیان ازادۍ ته ژمن يي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د جنوب لودیځ زون مسول سمیع غیرتمل  په ۲۰۱۹ میلادي کال کي د خبریالانو او رسنیو په اړه د ۱۱۵ پیښو خبر ورکړ، غیرتمل وویل ( تیر کال په ټول افغانستان کي ۱۱۵ پیښي سوي دي چي ۱۰ تنه خبریالان مو وژل سوي، ۲۱ تنه ټبیان سوي دي، پر درو رسنیزو ادارو بریدونه سوي دي ۱۰ لوی تهدیدونه سوي او ۱۰ خبریالان مو وهل سوي او ډبول سوی دي او پاته نوري پیښي توهین او نور مسایل دي).

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې (نی) سمیز مسول سمیع غیرتمل جنوب لودیځ زون د خبریالانو لپاره  تر ټولو خطرناکه سیمه وبلل، هغه ددې زون د یوه شهید خبریال حمید هوتکي او یوه رسنیز کارمند سخي بلوڅ وژني ته په اشاري وویل چي دلته کار کول سخت دي خو لا هم خبریالان په خورا میړانه خلګو ته معلومات رسوي.

په کنفرانس کي د کندهار پوهنتون د ژورنالیززم د پوهنځي ریس جمیل ناصري، د کندهار پریس کلب مشر جاوید تنویر، مشر خبریال سید سرور اماني، د بی بی سی خبریال مامون دراني د رسنیو پر ارزښت او په دې سیمه کي د خبریالانو او رسنیو د معلوماتو پر نه لاس رسي خبري وکړې.

ددوي په خبره چي لوړ پوړي چارواکي یې د یوه مستند خبر وروسته په خپلو پلویانو ګواښي خو لا هم خبریالان بې وسلي خپلو کارونو ته ادامه ورکوي.

د کنفرانس نور وینال وال د محلي رسنیو په استازیتوب د څانګي راډيو مشر اغا شیر منار او مدني فعال فضلي احمد فیضي ول، دوی  محلي رسنۍ د اولس سترګي او غوږونه یاد کړل او له محلي رسنیو يي وغوښتل چي پرمعیار، قانون او کلتور برابري خپروني وړاندي کړي.

د یادوني وړه ده چي  کندهار کي د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې (نی)  او مرستیال والي عبدالحنان منیب  له لوري پرمحلي رسنیو، ملي او نړیوالو خبریالانو د بیان د ازادۍ مډالونه وویشل سول.