کور / اقتصادي / د افغانستان په بازارونو کي د کلدارو پرضد کمپاين روان دی، خو د وړو افغانيو ستونزه سته

د افغانستان په بازارونو کي د کلدارو پرضد کمپاين روان دی، خو د وړو افغانيو ستونزه سته

د افغانستان په ډېرو ښارونو کي د افغانيو د ترويج کمپاينونه پيل سوي او په دې لړ کي په ننګرهار، خوست او غزني ولايتونو کي په افغانيو پېر او پلور کېږي، خو خلګ د وړو افغاني نوټونو د نه شتون څخه شکايت کوي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بیا وايي دغه کمپاین په ښه توګه پرمخ روان دی:

“د ننګرهار مارکېټ لوی دی، ځینې ستونزې ښايي رامنځ ته سي. وړې افغانۍ بازار کې نه وې موږ ۲۰۰ میلیونه افغانۍ له کابل څخه راوغوښتلې او د ننګرهار بازار کي مو وویشلې. په ټوله کي پروسه تر ۸۰ سلنه بریالۍ ده او کلدارو خپل ارزښت بایللی دی.”

د افغانستان بانک بیا وايي، د ننګرهار په شمول د افغانستان ځینو ختیځو او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې خلک په پاکستاني کلدارو راکړه ورکړه کوي.

خو د تېري مياشتي د کمپاين له پيل څخه په کلدارو راکړه ورکړه کمزورې سوې ده.