کور / راپور / طالبان وايي، د اوربند په هکله يې لا تراوسه پرېکړه نه ده کړې، خو خبري رواني دي

طالبان وايي، د اوربند په هکله يې لا تراوسه پرېکړه نه ده کړې، خو خبري رواني دي

تېره شپه داسي راپورونه خپاره سول، چي ګڼي طالبانو موقت اوربند ته غاړه ايښې ده او په نژدې راتلونکي کي به رسمي اعلان وس.

دغه راپور اسوشيټيډ پريس خپور کړ، خو وروسته د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين وويل، چي تراوسه لا پرېکړه نه ده سوې او په دې هکله به دوی خپله د رسنيو سره خبره شريکه کړي.

له دې وړاندي هم د طالبانو يوې سرچينې ويلي، چي کيدای سي راتلونکي اونۍ طالبان د اوربند يوه موافقه وکړي، چي له مخي به يې له اتو څخه تر لسو ورځو پوري په لويو ښارونو او مرکزي ځايونو کي جګړه بندېږي.

د وال سټريټ ژورنال په حواله، د چهارشنبې په ورځ طالبانو په کوټه کي خپلمنځي غونډه کړې او پر يو لنډمهاله اوربند سلا سوي دي.

د وال سټریټ راپور وايي، ټول طالب مشران تر بحث او سلا مشورو وروسته د یوې اوونۍ پر اوربند سلا سوي دي چي کيدای سي د نوي کال له پیل سره عملي سي او د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د تړون لاسلیک کولو ته موقع برابره کړي.

په راپور کي راغلي چي له جنګ بندۍ سره سم به په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو شمېر هم وټاکل سي او د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات هم پیل سي.

خو لا هم په رسمي توګه طالبانو دا راپور نه دی تاييد کړی.