کور / خبرتیا او پيغامونه / دنوی عيسوی کال درارسېدوله امله دمباره کی پيغام

دنوی عيسوی کال درارسېدوله امله دمباره کی پيغام

سويډن –  مالمو

د۲۰۱۹ ز کال ددسمبر ۳۰ مه

درنوهيوادوالو!

تر هرڅه وړاندي تاسو بهرمېشو هيوادوالو اوستاسو درنو کورنیو،دنړۍ ټولو هغو ولسونو ته چي  د۲۰۲۰  ز کال پيل لمانځی درارسېدوله امله دزړه کومې مبار کی اونېکې هيلې وړاندي کوم .

برادران وخواهران گرامي ،هموطنان عزيز!

به مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۲۰ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند تقديم ميدارم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان وهموطنان   جنگزده وبلا کشيده يي ما يک سال خوب،سال صلح  ، صفا وتفاهم ملي باشد.

دادۍ دنړۍ بې شمېره  کړېدلی ولس  يوبل  له سرگردانيو ډک  کال شاته پرېږدي اونوی کال ته دتل پشان  دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لار دی .

دوي يوڅه غواړي ،هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي  اوانساني کرامت ته درناوی .

له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونوپه ځانگړې توگه افغان ولس هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې  . خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله،دولسمشری لپاره ټاکنې وسوې خواوس ددولتي حاکميت تږ ی دټول ټاکنودپايلو پرسر دجمهوری  رياست دکانديدانو ترمنځ اختلاف  ،دحقايقو نه منل  او نانندری ولس له يوې بلې نا اميدي سره مخامخ کړی دی .

ددې پرځاي چې ولس  دارامی ساه ايستلې واي په ناهيليو اوپرېشانيوکي شپې سباکوي اودبلې خوالعنتی پاکستان پدي ډاډ چي نړيوال ورته هيڅ هم نه وايي  پرافغان ولس یې دخپلو لاسپوڅو پوسيله  بر بنډو وسله وال تيريو اوتجاوز ته ملاتړلې ده .

 دوي نه يوازي داچې سړی وژونکی رالېږ ي هرچيري چي یې وس ورسېږي ډله ايزوبريدونوباندي هم دريغ نه کوي . ددې ترڅنگ دنړيوالی ټولنې په سرکي دامريکادنامعقول اونامعلوم سياست په پايله کښي نه يوازي داچې دافغانستان راتلونکې ټکنۍ ده نړيوال اوشاته پاته هيوادونواوسيدونکی هم  داستخباراتی کړيوپلاس جوړوسويوترهگروډلوسره چې ترغاښوپه مډرنو وسلو سمبال دي په سوريه ،عراق ،مصر ،ترکيه ،يمن کي دمنځنيوپېړيوپه دودوحشيانه بريدونه روان اوانسانان قرباني کيږي  . داچي تراوسه په زيات شمير هيوادونوکښي لوږ ه ، بېکاری ،ناروغی ،دښځې اوماشوم سره نارواکړنې،پرهغوي تيری اوتجاوز، اقتصادي ناخوالي،ظلم اوستم ،دهېروئينواونورو وژونکو توکوپټه اوښکاره سوداگري  په ټول قوت په هيواد کي دننه اودنړې په ټولو هيوادونو دهغه  جملې اروپا کي  پرخپل ځاي پاته ده ،دالابل بشری ناورين دي چې دنړۍ عام ولس دنشه یی توکودمافياد گټو په خاطر ورسره مخامخ دي  .

زموږ هيوادوال هم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوا لي ټولنې څخه  انتظاردرلودچي په تير ۲۰۱۹ زکال کښي به افغان ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټوي،دطالبانوسره به پيل سوی خبري  به کومه پايله ولري ،خو متاسفانه دنامعلومو دلايلو اوملحو ظاتو له امله تراوسه دا نړيوال  زبرځواک  حاکميت  امريکا گوياونه توانېدل چي دخپل نوکر سره مشترکه ژبه پيدا کړي اويا يي ونه غوښتل موږ اونړېوال ددوي په معامله پوه ، افغان ولس اوسيمه یې  یې له شره خلاص شي سي .  ځکه خو زموږ په هيوادکي دامريکا،ناټو اونور و زور واکانو په شتون کي سوله نسته او امنيت درک نلري .ولس مو له بې امنۍ نه دډار او وحم په شېبوکي شپي سباه کوی .

متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لادنا اميدونوپه ټال ځنگېږي .موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات  داسي کومې  نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي .
ددې ترڅنگ ناټو اوراغلی نړيواله ځواکونه بېله دې چې افغان ولس ته قناعت ورکړی چي دڅه لپاره راغلی وه ؟ اياهغه دنده او وعده یې  چې دراتگ په وخت کي افغان ولس اونړيوالوته ورکړې وه  سرته ورسولې ؟

اياپه افغانستان کي سولي اوثبات ته کومه لارهواره سول؟ اياپه افغانستان کي دسولي اوثبات  راتگ ته کوم اميدسته؟

زما له نظره  نه ددوي پدې وخت کي دپوځي ځواکونودکموولو اوتگ  خبري چې دوي ورته بريالي دنده  اوافغان ولس ورته ناکامه وايي، له افغانستان څخه  ددوي وتل به  تربلې هرې ورځ دافغانستان امنيت اوځمکنۍ بشټړتيا له جدی گواښ سره مخامخ کړ ي .

په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی ،دزورواکانو،جنگسالارواوتنظيم سالارو ترمنځ دراتلونکي حاکميت ترلاسه کولوپر سر به دټول ټاکنو دپايلو پر سر يوه بله سيالی دافغان ولس دبهرنويو دښمنانو په هڅه اوملاتړ پيل سوه ،چې دا سيالي  ددريوډلو په نوم په درب روانه ده .

ددوي  دا سرټمبه هڅي ددې شاهدی ورکوی چې  دوي په هيڅ صورت نه غواړي له دولتی حاکميته گوښه اوسي،ځکه خوپه خپل ټول قوت،بهانو اولجاجت دخپلو گټو دساتلوپه موخه دولس هر ډول قربانی ته اماده دی .اوهغه نړيوال چې ځانونه دافغان ولس دوستان بولی ددې ناروا سياليو،چنه وهلو اوزور آزموينوداسي  ننداره کوي،لکه دپاکستان او ايران  دپوځي او استخباراتی شبکو په مټ دافغان وژنی او بربنډو تير يو  .

زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان او ايران دافغانستان په وړاندي خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست پر مخ بيايي  او ددې سياست دپر مخ بېولو لپاره دافغانستان پر وړاندي دنړيوالو زبرځواکو داوسنيو پيل سووسياليونه پراخه استفاده کوي .  دوي نه يوازي داچي په  وسلوسمبال کسان  دلته دوژنې اوورانۍ لپاره راليږي ، بلکې په افغانستان کي دننه  له خپلو ټولو امکاناتونه دافغان ولس دزورونې لپاره دډول،ډول سياسي،اقتصادي اوپوځی فشارونه پراخه استفاده کوی،په ځانگړې توگه اوس چې کاملأ دوي  ددولتی واک خلا اوددوسيالو ډلوترمنځ دقدرت دخپلولوپر سر سيالی په خپلو سترگو وينی  .

 دافغان ولس دتکرارغوښتنوسرۀ بياهم متاسفانه نړيوالي ټولنې په سرکې امريکادپاکستان څخه په داغوښتنه په کلکه  ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي .

جالبه خوداچې دهمدې امريکا اواروپايي هيوادونو ژورناليستان په خپلو څېړنيزومقالوکي هره ورځ داپه گوته کوی چې دطالبانوپه گډون ټولي ترهگريزی  ډلي په پاکستان کي اوسي، ادرسونه یې اعلانوی ان څو ورځي وړاندي دقطر طالبانو چي دامريکا ښوروا خواره دي اعلان وکړ چي موږ دخپل مشرتابه سره دمشورې لپاره پاکستان ته ځو .داپدي معنا چې ددي ترهگرو پلازمينه پاکستان او دپاکستان جنرالسټيټ يا د آي ،ايس آي مرکز دی .دادپاکستان نوکران په ډير افتخار داوايي چي  دوي پاکستان ته ځي او هلته دخپلو مشرانو سره مشوره کوي .،خودایي هېره کړې چي هر افغان پدي پوهیږې چي ددوي مشران دپاکستان نظاميان اودهغوي نوکران دي ،نور څوک نسته .

 خوبياهم پاکستانی چارواکی په ډيره سپين سترگی داخبره کوی چې دترهگری پرخلاف مبارزه کوی،ترڅو خپل امريکا یي بادار ته دازمينه برابره کړي چې دويته ميليونونه ډالرونه  ور ولېږ ي .

که په افغانستان کي طالبان  په خپلواک او امکاناتو جگړه پرمخ بيايي نوپس دطالبانوټول مشران بايد افغان لورته وسپارل سي او په سياسي  ډگرکي  یې عملا ثابته کړي ،نه غولونکې اودروغجن تبليغات  .

متاسفانه پاکستانی چارواکو دشعار و ترڅنگ په عمل کي تل  همدا سړی وژونکی له هغه هيوادنه رالېږي اومشران یې هم  هلته ساتي اودطالبانو مشران ددوي ترحمايي لاندي ژوند اوسفرونه کوي .

امريکازموږ سره امنيتی تړون لاسليک کړی ،خوددي امنيتی تړون گټه باندي تر اوسه يو افغان هم  نه پوهيږي،داځکه چې تش په نامه تړون يوازي  دامريکادموخولپاره ،نه دافغان ولس دموخواوگټولپاره  لاسليک سو  .

همداډول نړيواله  ټولنه دخپلو مخولپاره  پر ايراني اخوندانو دافغانستان په کورنيو چاروکي ددوي دبربنډي اوپټو لاس وهنوپه هرات ،فراه ،نيمروز کي دطالبانو سره دهر اړخيز و مالي او مادي  مرستو اوپه خپل هيوادکي ددوي دروزنتونوپه اړوند چوپتيا دافغان ولس لدې مخالف  سره دمرستي يوه  بيلگه بلل کيږي .

که امريکا اوناټودافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره رښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته  تل پاتې سوله او امنيت  راسي نو ښه خبره داده چي :

لمړی/ په کورد ننه کي دولتی مشرتابه خپلو ملي دندوته متوجه اودپردې تر شا يوه اوبل ته  دملاتړله وعدونه ډډه وکړي . دوهم/ دجگړې دختم په موخه  دافغانستان داوسنی حاکميت دټولوخوابدواړ خونو،ډلواو تنظيمو اودسولی په ارزښت پوه کسانو،ملي شخصيتونوپه گډون دمخامخ خبرو زمينه برابره سي .

دريم / دا اړينه بولم  چي دافغانستان روښانه راتلونکې اودافغانستان کي دسولي اوثبات دتامين  په خاطر دټولوخوابدو  خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات  په افغانستان کښي دننه  برابرشي چې په هغه  کي

ددولتي اومخاليفوډلو داستازوترڅنگ دسياسي ډلو ،فرهنگی اوټولنيزو سازمانو،ملی شخصيتونو بهرمېشتوافغانا نواستازو اودنظر خاوندانوپه  گډون دمخامخ خبرواوملي تفاهم ته درسېدو لپاره ديوې بين الافغاني گډې جرگې لپاره چې په هيوادکي دننه بايد ترسره شي زمينه او امکانات  برابرسي .

موږ اميدواريو چي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي زموږ دهيواد په سياسي ، اقتصادي، فرهنگي ژوند، اړيکو اومناسباتوکي غښتلی اوگټور تغيرات  راسي او نړيواله ټولنه د افغان ولس په وړاندي خپلومنلو مسوليتو نوته ددوي په اصطلاح نوی ماموريت  معقول پلي کېدوته  زياته  پاملرنه وکړي .

يوازي دامنيتی ځواک روزل اومالي ، مادي مرسته دافغانستان دکشالي اساسی دحل لارنده ،اړينه خوداده چي دتيرو۱۹ کلونو دتيروتنونه دعبرت درس په اخيستلوسره دافغانستان دسياسي اوپوځی لانجې دحل لپاره  هغه لار خپله سي کوم چې افغانان دا هر ه ورځ دهغه يادونه کوي.هغه لار خپله سي ترڅوافغان ولس چې داڅولسيزي په ځانگړې توگه دا(( ۱۹)) کاله دجگړې داورپه لمبوکښي  لدې کړېدلي او زورېدلي  حالت نه دتل لپاره نجات مومي   .

دنړۍ زبر ځواکو!

 راسئ دمځکي دکرې مخ  دجگړو او وسله والوسياليو داوردلمبوپرځاي  دسولي اواقتصادی غوړيدو،دبشری  هوسا اوبسيا ژوند، ټولنيزواوفرهنگی  پرمختگونو پهدسياليو په ډگر بدل  کړ ئ  ،چې ټول بشريت مو ملاتړی اوترشاودرېږي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې مشر  حبيب الله غمخور