کور / راپور / د خاطر شينواري لپاره د انصاف غوښتني پرلت نور هم وغځېدی

د خاطر شينواري لپاره د انصاف غوښتني پرلت نور هم وغځېدی

د خيبر پښتونخوا په لنډي کوتل کي د خاطر شينواري د وژني پرضد نن هم احتجاج جاري وو.

احتجاج کونکو د خاطر شينواري لپاره د انصاف غوښتنه کول او د پنجشنبې تر ورځي پوري به احتجاج جاري وساتي.

دې پرلت ته له شمالي وزیرستانه د صوبایی اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر هم وینا وکړه او ویې ویل، هېڅوک حق نه لری چي دوی خیبر ته له ورتلو ودروي.

نوموړي زیاته کړه چي دا یوازې د خاطر شینواري پیښه نه ده بلکي د قبایلي سیمو په بې شمېره کورونو کي میندو په خپلو نازولیو بچیانو ژړلي دي، خویندو د وروڼو مړیو ته ژړلي دي، دا یو معلوم جنګ دی چي څوک د دې وطن د تور سرو او د سپین ږیرو د عزت خبره کوي، چي څوک د دې خاورې د ننګ خبره کوي، چي څوک د دې وطن د بچو د مستقبل خبره کوي، هغه به یا په جیل کي وي یا به په ګولو ویشتل کيږي. میر کلام وزیر وویل هېڅوک دوی نه سي وېرولی او د خپل ولس غږ په جار او ویاړ پورته کوي.

خاطر شينواری څو ورځي وړاندي د پاکستاني مليشو لخوا په تشدد ووژل سو او د هغه سره نيول سوي ۸ کسان چي ټول ولسي وګړي دي لا هم د مليشه په لاس کي دي.