کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/شپږ څلوېښتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/شپږ څلوېښتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

——————
منډي جوړول که منډي کول؟

که څه هم په افغانستان کي کريکيټ نوې لوبه ده، د ډېرو نومونو او اصطلاحاتو لپاره يې خپل پښتو نومونه نه لرو، خو د توپ ډنډې لوبه مو له پخوا څخه درلوده او اوس هم په کليوالو سيمو کي دود ده چي د منډي يا منډو کلمات ورسره تړلي دي. په توپ ډنډه کي هم د منډو خبره مهمه ده. هغه څوک چي د ميدان پای ته ولاړ او بيرته راسي، نو پوخ بلل کېږي، پوخ په دې مانا چي توپونه وهلای سي. د توپ ډنډې په ميدان کي هم لوبغاړي په جګ اواز نارې وهي چي: ((هله منډه کړه!)). (( هله رامنډه کړه!)) په ولسي محاوره کي هم د منډه، منډې، منډو او منډو وهلو کلمې او عبارتونه لرو. دغه ډول په سندرو او متلونو کي هم د منډي کلمه ډېره ياده سوې ده، مثلا يو متل لرو چي وايي: (( بخت په منډه نه دی په ټنډه دی)). زه د کريکيټ په الف و با هم نه پوهېږم، خو منډه جوړول عبارت مصنوعي راته ښکاري. کېدای سي چي دا عبارت هم د انګليسي د (Make runs) ژباړه وي. زما په فکر که د منډي جوړولو پر ځای منډي کول ووايو ولسي ژبي ته به نژدې وي. مثلا ((راشد خان پنځوس منډي وکړې)). لکه څنګه چي مي مخکي وويل ما تر اوسه پوري د کريکيټ په اړه يوه کرښه تبصره هم نه ده ليکلې، له اصطلاحاتو او نومونو سره خو يې ګرسره نه يم بلد، هيله ده تاسي خپل نظريات راسره شريک کړئ چي منډي کول که منډي جوړول به مناسب عبارت وي؟

اووه څلوېښتمه برخه

په جمله کي (لږ تر لږه) عبارت ته څه اړتيا ده؟

(د کابل په چاودنه کي لږ تر لږه څلورتنه وژل سوي دي). دا ډول جملې هره ورځ له راډيوګانو او تيلويزيونو څخه اورم او په چاپي خپرونو کي هم مخ ته راځي چي تر ډېره بريده د غمجنو پېښو د قربانيانو په اړه استعالېږي. زه نه پوهېږم چي په دغه ډول جمله کي د (لږ تر لږه) عبارت ته څه اړتيا ده؟ که هدف يې د شمېر قيد وي، نو شمېر خو د عدد په يادولو سره خپله قيد سوی دی، دوهم ځل قيد ته څه اړتيا ده؟ دا عبارت مي په اردو او دري ژبو کي ډېر ليدلی او اورېدلی دی، لکه په اردو ژبه کي وايي: (( شرعاً حق مہر کی کم سے کم کیا مقدار ہے؟)). ياني په شريعت کي د مهر د حق اندازه لږ تر لږه څومره ده؟ يا په دري ژبه کي وايي: (( کم از کم چهار تن در نتیجهء یک حادثهء ترافیکی در شهر هرات کشته شده اند.)) خو تر اوسه مي د پښتنو په کوم ولسي بانډار کي دا عبارت نه دی اورېدلی. زما داسي پر اروا را اوري چي دا عبارت به له دري يا اردو څخه ټکي په ټکي راژباړل سوی وي. دلته به يې څو بېلګې وڅېړو:

۱: په جلال اباد کي ځانمرګی برید؛ (لږ تر لږه) ۹ کسان وژل سوي دي.
۲: د ماین په یوه چاودنه کي (لږ تر لږه) اته پولیس وژل سوي او دوه ملکيان ژوبل سوي دي.
۳: د کابل په چاودنه کي (لږ تر لږه) څلور تنه وژل سوي دي.
۴: د ورځي (لږ تر لږه) دېرش دقیقې خندا مو عمر اوږدوي.
۵: له پنجاب نه اروپا ته تښتېدونکي (لږ تر لږه) سل ځوانان ونيول سول.

اوس له پورتنيو جملو څخه د (لږ تر لږه) عبارت ليري کوو:

۱: په جلال اباد کي ځانمرګی برید؛ ۹ کسان وژل سوي دي.
۲: د ماین په یوه چاودنه کي اته پولیس وژل سوي او دوه ملکيان ژوبل سوي دي.
۳: د کابل په چاودنه کي څلور تنه وژل سوي دي.
۴: د ورځي دېرش دقیقې خندا مو عمر اوږدوي.
۵: له پنجاب نه اروپا ته تښتېدونکي سل ځوانان ونيول سول.

اوس وينو چي جملې هم لنډي او هم ولسي محاورې ته نژدې سوي دي. دا ډول جملې هره ورځ د افغانستان د ډېرو معتبرو رسنيو خبريالان وايي او ځيني ليکوالان يې هم ليکي، خو زما په نظر ضرورت نه ورته لرو، جمله يې هم اوږده او هم يې له ولسي روحيې څخه پردۍ کړې ده. که څوک په دې اړه دليل لري هیله ده راسره شريک يې کړي، که په خبريالۍ او ليکوالۍ کي دې عبارت ته اړتیا وه، زه به تر خپله خبره تېر سم.