ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /اته څلوېښتمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
——————
د جاسوس او مزدور تر منځ توپير
جاسوس عربي کلمه ده او هغه چا ته ويل کېږي په پټه د پرديو استخباراتي شبکو لپاره معلومات راغونډوي، خو اوس استخباراتي شبکو د جاسوسۍ تر څنګ خپلو مزدورانو ته ډول ډول ماموريتونه ورسپاري او بڼه يې هم بدله سوې ده. پخوا به معمولا جاسوسان پردي اتباع ول او ځانونه به يې د خپلو په بڼه جوړ کړی و، لکه يو انګرېز جاسوس ( توماس اډورا لارنس) چي پر ځان يې (پير کرم شاه) نوم ايښی او ځان يې صوفي باله. اوس د جاسوسي شبکو هدفونه، ستراتيژي، پاليسي او د کار طرز بدل سوي او يوازي پر معلوماتو راغونډولو تکیه نه کوي، خو ځيني ناخبره خلک اوس هم د پرديو هر ډول مزدور، استازي، پلوي او فکري ملګري ته جاسوس وايي.
جاسوس يوازي معلومات راټولوي، خو بل څوک يا ډله د يوه بهرني هيواد، استخباراتي شبکې يا ډلي لپاره په ښکاره او عملا کار کوي، د هغوی فکر ته تبليغ کوي او يا د يوه بهرني سياست نیابت يا استازيتوب کوي او په بدل کي يې پټي پيسې اخلي. دلته وينو چي د جاسوس کلمه د بهرنيانو د هر ډول ماموريت، لکه د پرديو استازيتوب، د پرديو ملګري، پردي فکر يا پروژې ته تبيليغ کول، په نړیواله سطحه د پرديو نظامونو او ګټو ملاتړ کول او بيا يې په بدل کي پيسې اخیستل، هغه مفاهیم دي چي د (جاسوس) کلمه يې نه سي افاده کولای.
د پرديو د مزدور او جاسوس بل ښکاره توپير دا دی چي جاسوس تل پټ وي، لکه د ملا، پير، دولتي مامور، سياستوال، کارپوه او داسي نورو بڼو ځان څرګندوي، خو په پټه معلومات راټولوي. د نوي استعمار د کار ډول داسي دی چي په نورو هيوادونو کي د خپلو ګټو او نورو هيوادونو د ايل کولو، ځپلو او لاندي کولو لپاره ځانګړي سياسي ګوندونه، ډلي ټپلي، آيديالوژۍ ، مذهبونه او آن دا چي رژيمونه جوړوي. په نوي استعار کي جاسوسي يو ډېر کوچنی ماموريت دی، نن انګرېزان، روسان، امريکايان، ايرانيان، پاکستانيان او نور هيوادونه خپل خلک د معلوماتو راغونډولو لپاره افغانستان او نورو هيوادونو ته نه استوي، بلکي يوه افغان ته زمينه برابروي چي مطلوب پوسټ ته ورسېږي او بيا هغه اداره يا دولت د دوی په ګټه وچلوي. مثلا که ایران وغواړي چي د افغانستان رسنۍ د خپلو ملي ګټو او يا افغانانو د ملي ګټو خلاف وچلوي، دې هدف ته د رسېدو لپاره يو افغان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورسوي، د هغه لپاره په پارلمان کي کمپاین کوي، مصنوعي شخصیت او شهرت ورکوي او لاره ورته اواروي چي مطلوب پوسټ ته ورسېږي، هغه دی چي د افغانستان رسنۍ خپله د ايران لاس ته لوېږي او يا که ایران وغواړي چي ايران ته پر تلونکو سيندونو باندي بندونه جوړ نه سي، نو د داسي افغان وزير کېدو ته کمپاین کوي چي دغه ډول پروژې په کلونو کلونو وځنډېږي. زما په نظر دغه ډول خلکو ته بايد د پرديو مزدور يا ملي خاین ووایو او جاسوس يوازي هغه چا ته ووايو چي پرديو استخباراتي شبکو ته معلومات او يا د خپل هیواد محرم اسناد پرديو استخباراتي شبکو ته ورکوي. يو فرد يا ډله چي ښکاره د پرديو ګټو ته کار کوي، هغه جاسوس نه، بلکي د پرديو مزدور دی.
نهه څلوېښتمه برخه
——————
ښارګوټی که مېنه؟
(مېنه) د ډله ييز اوسېدو ځای ته وايي چي د پښتو ژبي په لرغونو شفاهي او ليکلو ادبياتو کي يې هم ډېره يادونه سوې ده، لکه بدلو، لنډيو، متلونو، نکلونو او نورو نثري او شعري فورمونو کي. مېنه کلمه يوازي په لرغونو متنونو کي نه ده ياده سوې، بلکي اوس هم ژوندۍ پاته ده او په کليوالو او ښاري سيمو کې ويل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک فکر کوي چي ګواکي دا کلمه يوازي د کلیو او کوچيانیو سيمو لپاره استعمالېږي.
دا خبره سمه ده چي دا کلمه په کلیوالي سيمو کي تر ښارونو ډېره عامه ده ، لکه د ننګرهار (لوړه مېنه) چي ډېر پخوانی نوم دی، خو د څو لسيزو راهیسي په ښاري سیمو کي هم دود سوې ده چي د ښار د يوې برخي مانا ښندي، لکه خوشال خان مېنه، وزير اکبر خان مېنه، جمال مېنه، رحمان مېنه، احمدشاه بابا مېنه، خيرخانه مېنه، ميرويس مېنه، عینو مېنه او داسي نورې مېني يادولای سو. که موږ په خپله ژبه کي پخوانۍ، عامه، ساده او لنډه کلمه لرو، نو بيا ولي له دري ژبي څخه د (شهرک) کلمه په (ښارګوټي) ترجمه کړو؟ تر مېني مخکي د افغانستان په ښارونو کي د (کارته) کلمه ويل کېده ، لکه کارته سه، کارته چهار، کارته مامورين، کارته معلمين. د دې کلمې په اړه مي له ډېرو خلکو پوښتني کړي، خو څوک يې په مانا نه پوهېږي او زه يې خپله هم په مانا نه پوهېږم، خو دومره پوهېږم چي دا يوه بهرنۍ کلمه ده.
زما په نظر د مېني پر ځای د (ښارګوټي) کلمه ويل اشتباه ده، ځکه يو عیب يې دا دی چي ولسي ريښه نه لري او بله نيمګړتیا يې دا ده چي د استعمال ساحه يې کوچنۍ ده او يوازي د ښاري سيمو لپاره ويل کېږي. زه وايم چي (مېنه) ښه کلمه ده، ځکه چي لرغونې، ولسي، لنډه، عامه، ساده او د استعمال ساحه يې هم پراخه ده. زه دلته يوازي د دې کلمې پر لنډون، لرغونتوب، د ویونکو ډېروالي او ولسي ريښه باندي خبري کوم، که د ښاري خدمتونو له مخي نيمګړتیا ولري او ښارګوټی تر مېني ښه بديل وي، هيله ده د ښارواليو کارپوهان خپل نظر راسره شريک کړي.