کور / د ډيورنډ کرښه / تادین خان: په ښوراوک ولسوالي کی مو د پاکستاني جګره مارانو په شمول۲۷ بريدګر وژلي دي

تادین خان: په ښوراوک ولسوالي کی مو د پاکستاني جګره مارانو په شمول۲۷ بريدګر وژلي دي

د کندهار امنيه قومندان پاسوال تادين خان وايي، چي تېره شپه په لسګونو پاکستاني جنګياليو پر  ښوراوک ولسوالۍ حمله کړې وه، چي د افغان ځواکونو د مقاومت سره مخ سول او ۲۷ وسلوال يې ووژل.

پاسوال تادین خان نن سې شنبه وويل، چي د ولسوالۍ د بادي غونډۍ او سرحدي کنډک پر مرکز وسله والو پر یوه وخت ډله ییز بریدونه پيل کړه چي د سهار تر ناوخته پوري نښتې دوام در لود.

دی زیاته وي چي په سیمه کي مېشتو افغان قواوو له خپلو مرکزونو څخه دفاع کړې او په ځوابي بریدونو کي چي وروسته هوايي ځواک هم د جګړې په سیمه کي وسله وال په نښه کړې د بهرنیو اتباعو په ګډون ټولټال ۲۷ وسله وال وژل سوي.

نوموړي وويل:”په وژل سویو وسله والو کي د کشمېر او د پاکستان د پنجاب سیمو اوسیدونکي شامل دي، زموږ قواوو ته مو لارښونه کړې چي د وژل سویو پاکستاني اتباعو جسدونه د قبایلي مشرانو په وسیله د ډیورنډ کرښې هغې خواته د لېږد لپاره وسپاري.”

خو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.