کور / راپور / د کابل ککړي هوا ۱۷ کسان وژلي، په زرګونو نور د خرابي هوا له کبله کړېږي

د کابل ککړي هوا ۱۷ کسان وژلي، په زرګونو نور د خرابي هوا له کبله کړېږي

د عامي روغتيا وزارت وايي، چي په تېرو څو ورځو کي د کابل ککړي هوا ۱۷ کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نور په تنفسي ناروغيو اخته سوي دي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د دوشنبې په ورځ په کابل کي وویل تېره اونۍ د تنفسي ناروغیو له کبله په کابل کي ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په خبره په دې موده کي تر ۸۸۰۰ ډېر کسان د تنفسي ناروغیو له کبله روغتونونو ته ورغلي دي.

د هوا ککړتیا د دې سبب سوې چي ډیری خلک په تنفسي ناروغیو اخته سي.

بل خوا د افغانستان د چاپريال ساتني ملي ادارې د کابل د هوا د سمون په خاطر ځيني ګامونه پورته کړي، چي له مخي يې درې هغه هوټلونه هم تړل سوي چي معياري سون توکي يې نه کارول.