کور / تازه خبرونه / ډېره اسماعيل خان: په روغتون كي ځانمرګى بريد وسو

ډېره اسماعيل خان: په روغتون كي ځانمرګى بريد وسو


د ډېره اسماعيل خان په ملكي رغتون كي ځانمرګي بريد ۲۳ تنه مړه او يو شمېر ټپيان سول.
د پېښور د پوليسو مشر ملك نويد وايي دغه چاودنه د ځانمرګي بريد له امله رامنځته سوې ده چي سر او پښې يې موندل سوي دي.
د پوليسو د مشر په وينا د پښتونخوا ايالت (صوبه سرحد) په ټولو ښارونو كي د خطر زنګ وهل سوى او پوليسو د شكمنو موټرانو او سړيو تلاښۍ شروع كړي دي.
د ځايي خلګو په وينا لومړى په سيمه كي د سني او شيعه وسله والو ترمنځ نښته سوې چي دواړو اړخونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، وروسته چي د شيعه ډلي ټپيان ځايي روغتون ته ورسول سول هلته ځانمرګى بريد پرې وسو.