کور / تازه خبرونه / كابل: ۱۰ فرانسوي پوځيان ووژل شول

كابل: ۱۰ فرانسوي پوځيان ووژل شول

افغان امنيتي ځواکونو خبرورکړى، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له وسله وال طالبانو سره په جگړه کې لس فرانسوي پوځيان وژل شوي دي .
دغه فرانسوي پوځيان د کابل په ختيځ سروبي ولسوالۍ کې د تېرې دوشنبې ورځې راهيسته له وسله والو طالبانو سره په جگړه بوخت ول . دغو فرانسوي پوځيانو د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې له کابله شاوخوا٥٠ کيلومتره ليرې په سروبي کې دنده ترسره کوله .
په دې وروستيو کې په افغانستان کې دغه د فرانسوي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه .