کور / تازه خبرونه / خوست: طالبان او آيساف بېلابېلي ادعاوي كوي

خوست: طالبان او آيساف بېلابېلي ادعاوي كوي

 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كوي چي د ۱۶ وسله والو طالبانو د يوه ګروپ په واسطه يې تر دېرش زيات بهرني عسكر وژلي دي.
د ښاغلي مجاهد په وينا دغو شپاړسو تنو د خوست ولايت صحراباغ هوايي ډګر ته څرمه پر شاوخوا امنيتي پوستو او په هوايي ډګر كي لومړى وسله وال بريدونه كړي او وروسته يې ځانونه الوزولي دي.
د مجاهد په وينا په دغو بريدونو كي يې دوې څرخكي او اته زغره وال ټانكونه له تر دېرشو زياتو خارجي عسكرو سره له منځه وړي دي، خو د ناټو ځواكونه د طالبانو پورتنۍ ادعا پر مخ ردوي.
د ناټو ځواكونو له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي د خوست په ولايت كي يې شپږ ځانمرګي بريد كوونكي تر يوې ناكامي حملې دمخه وژلي دي.
د خبرپاڼي له مخي مخكي له دې چي دغه كسان بريد وكړي د آيساف د ځواكونو له خوا ووژل سول، خو طالبان د ناټو ځواكونو دغه ادعا ردوي او وايي چي له ۱۶ بريدكوونو څخه يوازي يو تن يې تر خپل هدف مخكي د ناټو ځواكونو له خوا ويشتل سوى دئ.
د يادوني وړ ده چي د خوست ولايت هوايي ډګر ته څرمه د تېري نيمي شپې راهيسي د طالبانو، افغان او ايتلافي ځواكونو ترمنځ نښتي رواني وې چي له امله يې د لسو په شاوخوا كي كسانو د مړيني خبر وركړل سوى دئ.
په وژل سوو كسانو كي يو بهرنى عسكر، دوه افغان پوليس او اووه نور ملكي كسان په ګوته سوي دي.