کور / تازه خبرونه / فرانسې د خپلو لسو پوځيانو وژل ومنل

فرانسې د خپلو لسو پوځيانو وژل ومنل


فرانسې په افغانستان كي د خپلو لسو پوځيانو د وژني پخلى وكړ.
د فرانسې د دفاع وزارت ومنله چي له دوو ورځو راهيسي كابل ته څرمه د سروبي په ولسوالي كي يې له طالبانو سره جګړه روانه ده چي له امله يې ۱۰ تنه فرانسوي عسكر وژل سوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د دفا وزارت وايي عسكرو يې د افغان ملي پوځ په مرسته ګزمه كول چي د طالبانو له بريد سره مخ سول او وروسته اوږده جګړه وموښته.
فرانسه په افغانستان كي څه باندي درې زره عسكر لري چي ډېر يې د ناټو تر مشري لاندي په كابل كي ځاى پر ځاى دي.