کور / تازه خبرونه / پنجوايي: ځانمرګي بريد ترجمان مړ او كاناډايي ټپي كړ

پنجوايي: ځانمرګي بريد ترجمان مړ او كاناډايي ټپي كړ


د كندهار د پنجوايي په ولسوالي كي ځانمرګي بريد يو تن مړ او دوه نور ټپيان كړل.
دغه بريد چي د سې شنبې په ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په يوه بازار كي ترسره سو، پكښي وژل سوى كس د كاناډايي ځواكونو ترجمان دئ او له ټپيانو څخه يو كاناډايي عسكر او بل هم لاروى ماشوم په ګوته سوى دئ.
د كاناډا حكومتي چارواكي وايي عسكرو يې د افغان پوليسو سره يو ځاى ګزمه كوله چي دغه چاودنه پر وسوه.
د خبرونو له مخي ټپي سوى عسكر او ماشوم لاروى دواړه د كندهار هوايي ډګر ته د علاج دپاره لېږدول سوي چي د ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى دئ.