کور / تازه خبرونه / حامد كرزى يو ځل بيا غواړي ولسمشر سي

حامد كرزى يو ځل بيا غواړي ولسمشر سي


د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي له اسوشيېټيډ پريس آژانس سره په يوه ځانګړې مركه كي ومنل، چي دى به په را روانو انتخاباتو كي يو ځل بيا د افغانستان جمهوري رياست ته كانديد سي.
ښاغلى كرزى چي له ۲۰۰۱ كال راهيسي د موقت، انتقالي او منتخب ولسمشر په توګه يې دا دريمه دوره ده، غواړي په راتلونكي كال كي د څلورم ځل دپاره د افغانستان جمهور رئيس سي.
جمهور رئيس حامد كرزى چي له پراخ نړيوال ملاتړ سره – سره نسبتاً له ولسي ملاتړ څخه هم برخمن دئ، خو په دې وروستيو دوو كالو كي يې پر اداره باندي په ملي او نړيواله كچه د بې كفايتۍ، اداري فساد او كمزورۍ نيوكې كېږي.
افغانان وايي كه څه هم د ښاغلي كرزي په حكومت كي په ځينو اړخونو كي د يادوني وړ پرمختګونه راغلي، خو په دې كي هم شك نسته، چي د هيواد اوسنۍ وضعه تر ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ كلونو څو برابره خرابه ده.
افغانان د ښاغلي كرزي پر حكومت نيوكه كوي، چي د نړيوالي ټولني په ميليارډونو ډالر يې هغسي چي ښايېدل پر بنسټيزو پروژو نه دي لګولي چي د عام ولس په ژوند كي د پام وړ كوم بدلون راولي.
د ټوپكسالارۍ او تارياكو د كښت وركول او د جنګي جنايتكارانو محاكمه كه څه هم د تېرو انتخاباتو پر وخت د جمهور رئيس حامد كرزي لومړني هدفونه په ګوته كېدل، خو د چارو د څېړونكو په وينا نوموړى نه يوازي د خپلو ژمنو په ترسره كولو كي پاته راغلى دئ، بلكي د يوه او بل مصلحت له مخي يې د تارياكو كښت ته نوره هم وده وركړې، جنګسالاران پياوړي سوي او جنايت كاران لا هم سرې سترګي ګرځي. 
افغانستان چي يو كال وروسته بايد انتخابات پكښي ترسره سي، د ملګرو متلونو ادارې اندېښنه ښودلې چي د خرابو امنيتي حالاتو له كبله به دغه پروژه يو كال وځنډېږي، خو ښاغلي كرزي له مخكي لا ويلي چي انتخابات به پر خپل وخت ترسره كېږي او دى به يوه ورځ هم تر خپلي اصلي مودې ډېر پر دې دنده پاته نسي.
د افغاستان را روانو جمهوري رياست انتخاباتو ته تر ښاغلي كرزي مخكي غلام فاروق نجرابي، مسوده جلال هم ځانونه رسماً كانديد كړي وه، خو په نا رسمي توګه د ښاغلي علي احمد جلالي، زلمي خليزاد، ګل آغا شيرزي او برهان الدين رباني نومونه هم اخيستل كېږي.